د هرات د مسلخ کمپ کډوال د لوږي شکايت کوي
۱۳۸۹ دی ۲۷, دوشنبهد هرات په شمال لوديز لس کيلومتري کي په مسلخ مهاجرکمپ کي د افغانستان د بيلابيلو شمالي ولاياتو څخه د خپلمنځي جګړو، طبيعي عفتونو او نورو بيلابيلو دلايلو په وجه نږدي ٤ نيم زره کورنۍ ميشت دي.
په دغه کمپ کي ډيري کورنۍ لا هم په کوډلو کي ژند تيروي. دوی د ژندانه د هغو لومړنيو امکاناتو څخه محروم دي چي د يوه انسان لپاره اړين ياديږي.
د کډوالوپه دغه پنډغالي کي د ځوانانو لپاره د سالم مصروفيت زمينه نه ده برابره د ښوني او روغيتايي خدمتونو د کمښت څخه په پر شکايتونو سربيره کډوال د ژمنيو مرستو غوښتنه کوي.
په هرات کي د کډوالو د چارو مامورين په دغه سيمه کي د ستونزو په تايد وايي دوی په خپل واک کي کومکي مواد نه لري.
د هغوی په خبره نړيوالو موسيسو په دا وروستيو کي د هرات کډوالو ته ځانکړې مرسته نه ده کړې. د دغي اداري د اړوندو چارو يوه ماور حميدالله خطيبي پر مسلخ سربيره د شيدايي او منارونو مهاجرکپونو په نوم کمپونو وړ کومک نه دی سوی.
په افغانستان کي د ٣ لسيزو جګړو دوام ، د ټوپکمارو زور زياتي او طبيعي پيښو په کوردننه هم ګڼه خلک له يوې سيمي نه بلي ته په کوچ مجبورکړه، چي له دې منځه د هرات د کډوالو چارو اداره هلته د نږدې ١٣ زره کورنيو د ميشتيدني خبرورکوي.
٣١کلن عبدالله چي تازه د بادغيس ولايت څخه هرات ته له کورني سره په کډه تللی دويچه ويله راډيو ته يي وويل، چي په سيمه کي يې جګړه ول او د دواړو خواوو طالب او حکومتي ځواکونو بد سلوک مهاجرت ته اړ ايستی.
د هرات د کډوالو هر يوه چي د دويچه ويله المان ږغ راډيو سره خبري کولې د ژمي له سړې څپې څخه په شکايت يې د تودو جامو او خوراکي توکو د مرستي هيله لرله.
د هرات ولايت د کډوالو چارو رياست وايي چي د کډوالو د پاره کافي مرستي نه لري خو د هغه ولايت وياند شفيق بهروزيان بيا وايي چي کافي مواد لري تر څو د کډوالو سره مرستي وکړي. خو تر اوسه پوري چا مراجعه نه ده ورته کړې.
د يادوني وړ ده چي پر مسلخ سربيره د هرات مرکز منارونو او ختيځ شيدايي کي د کورنيو کډوالو مېني وداني دي چي ډيری يې د ويالو اوبه کاروي او هر وخت يې ماشومان د نس ناستي په ناروغيو اخته وي.
شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل