1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات د امنیتي کنفرانس یوولسم پړاو په تاجیکستان کې پیل شو

۱۴۰۲ آذر ۶, دوشنبه

د هرات د امنیتي کنفرانس یوولسم پړاو د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د «سولې او ثبات» تر عنوان لاندې پیل او تر دریو ورځو به دوام وکړي. په دغې غونډه کې د افغانستان او نورو هېوادونو کارپوهان او سیاسي شخصیتونه راټول شوي.

https://p.dw.com/p/4ZUmO
Tadschikistan | Sicherheitstreffen in Herat
انځور زموږ له آرشیف انځور: Zamzama Niazai/DW

د هرات امنیتي کنفرانس، چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتوت له خوا له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې جوړېږي، دا پرلپسې دویم ځل دی چې له افغانستانه بهر د تاجیکستان پلازمینه دوشنبه ښار کې جوړېږي.

د دغې غونډې ډیری ګډونوال هغه سیاسي او علمي شخصیتونه دي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته له دې هیواده وتلي دي. پر دې سربېره د سیمې له هېوادونو هم یو شمیر مېلمانه او کارپوهان ګډون لري.

له تاجیکستانه د«افغانستان او سیمه ییزو مطالعاتو مرکز» مشر قاسم شاه سکندر چې د دغې غونډې په جوړیدو کې هم برخه لري، د غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل، چې د دغه کنفرانس ګډونوال به په ۷ پنلونو کې د امنیتي، ښځو اونجونو حقونو «جسیتي آپارتاید» او بشري مرستو او نورو مسلو په اړه بحث وکړي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر داوود مرادیان چې د دغې غونډې تنظیمونکی دی، وویل چې په دغه درې ورځني کنفرانس کې له ۲۰ هېوادونو څخه ۱۵۰ کسان ګډون کړی.

په دې غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت یا استخباراتي ادارې پخوانی مشر رحمت الله نبیل او د افغانستان د انرژۍ او اوبو پخوانی وزیر اسماعیل خان هم ګډون کړی دی.

د دغې غونډې په پيل کې د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د انسټيټيوټ د مشورتي بورډ رئيس او د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير ډاکتر رنګين دادفر سپنتا د ډيموکراسۍ او ریښتینې  سولې د ټينګښت لپاره د هراړخيزو هلوځلو په ارزښت په افغانستان کې د مختلفو ټولنیزو، کلتوري او توکمیزو جوړښتونو ته په درناوي ټینګار وکړ.

سپنتا له امريکا او ناټو وغوښتل چې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په وضعیت کې خپله ونډه ومني. هغه د وضعیت د سمولو لپاره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه وکړه او د نړیوالو له هغه دریځه یې دفاع وکړه چې د اساسي بشري حقونو او دیموکراتیکو ارزښتونو ملاتړ کوي.

په دې غونډه کې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په اشارې وویل چې د اوسني وضیعت تر ټولو ستره بیه افغان ښځې پرې کوي. هغې زیاته کړه، د ښځو د محدوديت په اړه د طالبانو له خوا تر سلو زيات ليکلي او لفظي فرمانونه صادرول د ټولنې د دې طبقې حالت او د طالبانو د نظر څرګندونه کوي.

د هغې په ​​وينا، «جنسي تبعيض» او د بشريت ضد جرم، سيستماتيک تبعيض او د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى په افغانستان کې يو واقعيت دى. هغې وویل چې «د جنسیتي توپیر باید په نړیوالو محکمو کې وپیژندل شي» او له عاملینو یې باید ژر یا وروسته حساب وشي.

د هرات امنیتي کنفرانس  چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې هر کال جوړیږي، د جمهوري نظام له سقوط مخکې په هرات کې ترسره کیده چې له همدې امله په دې نوم یادیږي.

په دغه کنفرانس کې تل او تر ډيره د افغانستان پر سیاسي او امنیتي مسایلو خبرې او وړاندیزونه کېږي. سږ کال د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان او سیمه‌ ییزو مطالعاتو د مرکز په همکارۍ د هرات د امنیتي خبرو ۱۱ پړاو د دویم ځل لپاره له هیواده بهر پیل شوی دی.

جنرال اسد درانی: پر طالبانو باندې فشار راوړل ګټه نه کوي