1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهالند

د هالنډ په ټاکنو کې د مسلمانانو او کډوالو ضد ګوند بریالی شوی

۱۴۰۲ آذر ۲, پنجشنبه

د هالنډ په پارلماني ټاکنو کې ښی اړخی، د مسلمانانو او کډوالۍ ضد خیرت ویلدرس ګوند بریالی شو. دغه سیاستوال ویلي دي چې هڅه کوي حکومت جوړ کړي. دا مسله کولی شي په اروپا کې ټکان ورکوونکې پیښې رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/4ZMKE
Rechtspopulist Wilders liegt laut Prognose vorn
ویلډرس زیاته کړه: «هالنډ به بیا په لومړۍ درجه کې وي، خلک باید خپل هیواد بیرته ترلاسه کړي.»انځور: Remko de Waal/ANP/IMAGO

د پنجشنبې د ورځې په ټاکنو کې د ۹۸ سلنه رایو په شمیرلو سره، د ویلدرس «د آزادۍ ګوند» د پارلمان له ۱۵۰ څوکیو څخه ۳۷ څوکۍ وګټلې، چې تر دوه نورو ګوندونو مخکې شو.

د کارګرانو او زرغون ګوند ګډې ډلې ۲۵ څوکۍ ګټلي او محافظه کاره ګوند «د خلکو د  ازادۍ او ډیموکراسۍ له پاره ګوند» ۲۴څوکۍ ګټلې دي.

تمه کیږي چې د اسلام ضد دغه ګوند بریا به نه یوازې په هالنډ، بلکې په ټوله اروپا  کې ډیرې اغیزې ولري. د اروپايي ټولنې دغه مخالف سیاستوال ویلي دي چې هغه به ټول کډوالي بنده اروپايي ټولنې ته به د پیسو ورکړه کمه او دغه راز به دغې ټولنې ته د اوکراین په ګډون د نویو غړو د یو ځای کیدو مخه ونیسي.

د ویلدرس تګلارې

د ویلدرس د ټاکنو په پروګرام کې له اروپايي ټولنې څخه د هالنډ د وتلو په اړه د ټولپوښتنې د ترسره کولو غوښتنه، د پناه غوښتونکو نه منل او د هالنډ له پولو څخه د پناه غوښتونکو د بېرته شړل شامل دي.

نوموړي دغه راز د هالنډ  د «غیر اسلامي کولو» خبره هم کړې ده، که څه هم هغه د پخوا په پرتله د ټاکنیز کمپاین پر مهال د اسلام په اړه ډیرې نرمې خبرې کړې وې.

هغه د ټاکنو د پایلو په اړه ویلي: «رایه ورکوونکو وویل چې موږ له دې وضعیت څخه ستړي او ناروغان یو.» نوموړي ویلي چې اوس یې ماموریت دا دی چې د «پناه غوښتونکو سونامي» پای ته ورسوي. د هغه اشاره هغه مهاجرت ده چې د ده د کډوالۍ اصلي موضوع وه.

ویلډرس زیاته کړه: «هالنډ به بیا په لومړۍ درجه کې وي، خلک باید خپل هیواد بیرته ترلاسه کړي.»

خو خیرت ویلدرس، چې په تیرو وختونو کې د سخت دریځ له امله یې د هالنډ ډونالډ ټرمپ ګڼل کیدی، واک ته له رسیدو سره باید یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

د هغه له پاره به د حکومت جوړول ستونزمن وي، ځکه چې مهم ګوندونه نه غواړي له هغه او د هغه له ګوند سره ایتلاف وکړي، خو د رایو دغه شمېر به په هر ډول خبرو اترو کې د هغه دریځ  پیاوړی وساتي.

ویلډرس له نورو ګوندونو غوښتي دي چې د ایتلافي حکومت د جوړولو له پاره په خبرو کې رغنده برخه واخلي.

د مسلمانانو اندېښنه

د ویلدرس او د هغه د ګوند بریا په هالنډ کې د مسلمانانو ترمنځ اندیښنې راپارولي دي.

د «مسلمانانو د ګټو ډلې» رئیس محسن کوکتاس د پنجشنبې په ورځ د هالنډ تلویزيون ته وویل: «زه د یوه عقیده یې مسلمان په توګه اندېښمن یم. ما واقعاً د یوې پایلې تمه نه درلوده. مسلمانان له یوه سخت وخت سره مخ دي.»

کوکتاس اشاره وکړه چې د خیرت ویلدرس ګوند ویلي دي چې دوی به جوماتونه بند کړي او قرآن کریم به منع کړي.

د هغه په ​​وینا، که د خیرت ویلدرس ګوند یو ایتلاف جوړ کړي او خپل پلانونه پلي کړي، نو دا به په دې معنی وي چې مسلمانان به نور په هالنډ کې په آزاده توګه خپل دیني مراسم نشي ترسره کولی.

هغه د دې په څرګندولو سره چې هغه د هالنډ د خلکو رایو ته درناوی لري، زیاته کړه: «موږ په ديموکراسۍ او د قانون په حاکمیت باور لرو. خو د یو دیني او مذهبي مسلمان په توګه زه اندیښمن یم.»

په بلجیم کې د سړک پر سر اوسیدونکي مهاجر