د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د اندونيزيا له څونامي وروسته د زرګونو مړو اندېښنه
د اندونيزيا په سولاويسي ټاپو کې تر سختې زلزلې او څونامي وروسته په ژوندي پاته شوو کسانو پسې لټون له وخت سره رقابت دی. ژغورونکي واحدونه لا په دې بريالي شوي نه دي چې د سولاويسي د لويديځ ساحل په اوږدو کې ټولو اغېزمنو شوو سيمو ته ځانونه ورسوي. له ناورين څخه د ژغورنې ادارې د لږ تر لږه ۸۰۰ تنو مړو خبر ورکړی دی. اندېښنه دا ده چې په خټو او نړېدلو کورونو کې به نور ډېر زيات قربانيان هم وموندل شي.
کتونکي د ادلب له حايلي سيمې د ياغيانو شا تګ تائيدوي
داسې ښکاري چې د سوريې په جګړه ځپلي شمال کې د ياغيانو لومړنۍ ډلې خپل شاتګ پيل کړی دی. د «فيلق الشام الاسلامي» په نوم واحدونو د ادلب شاوخوا پلان شوی غير نظامي زون پرې ايښی دی. دغه خبره په سوريه کې د بشري حقونو د څار ډلې د فعالينو په حواله کړې ده. دغه حايلي سيمه به ۱۵ تر ۲۰ کيلومتره پورې پلنه وي او د اکتوبر مياشتې له نيمايي وروسته به د ياغيانو او حکومتي ځواکونو تر منځ وغځول شي.
د عراق په شمال کې پارلماني ټاکنې جريان لري
د عراق په شمال کې د خپلواکۍ په سر تر ناندرئيز رفرنډم يو کال وروسته اوس کردان نوی پارلمان ټاکي. د «اسلامي دولت» يا داعش په نوم تروريستي ډلې پر ضد تر پوځي بريا وروسته دغه اولنۍ ټاکنې راتلونکي ته لاره هواروي. په ۲۰۱۷ کال کې ۹۲ فيصده کردانو له عراق څخه د خپلې سيمې د بېلولو رايه ورکړې وه. ورپسې له بغداد څخه د مرکزي حکومت ځواکونه د عراق شمال ته ورغلل او د نفتو لرونکې سيمې مهمه برخه يې ونيوله.
مقدونيا د خپل هېواد لپاره نوی نوم غوره کوي
د بالقان په کوچني هېواد مقدونيا کې تقريبا ۱،۸ ميليونه خلک په دې باندې رای ګيري کوي چې آيا د هېواد نوم به يې شمالي مقدونيې ته واړول شي، که څنګه. که هو، نو له يونان سره لسيزې اوږده لانجه به ښايي حل شي. اتن د خپل شمالي مقدونيا نومي ولايت په خاطر په ګاونډي هېواد کې د نوم تغيرول غوښتي ول او لويديځ ته د دغه هېواد د نژدې کېدلو مخه يې نيوله.
ماسک بايد د تسلا شرکت د نظار شورا د مشر په توګه استعفا وکړي
په متحده آيالاتو کې د اسهامو د بازار «اس اي سي» نومې اداره او د برقي موټرو مخکښ شرکت تسلا خپله هغه لانجه هواروي چې د تسلا د مشر ايلن ماسک د تويتونه له کبله راولاړه شوې ده. تسلا او ماسک بايد هر يو شل ميليونه ډالر ورکړي. ماسک سربېره پر دې د دريو کلونو لپاره د خپل شرکت د نظار د شورا مشري هم پرېږدي. خو داسې ويل شوي دي چې د شرکت عمومي مشر به پاته شي. د «اس اي سي» ادارې پر ماسک د درغلۍ په تور دعوا کړې.
د «سورباس» توفان کمزوری شوی دی
«سورباس» په نوم د مديترانې سمندر د پاسه توفان وروسته له هغه چې يونان ته رسېدلی دی، يو څو آرام شوی دی. د هواپېژندنې د ملي ادارې کارپوهانو دغه توفان په اخر کې کمزوری بللی دی. تر دې مخکې همدې توفان د پېلوپونېس په نيمه ټاپو کې تاوان اړولی او د اژې سمندرګي په اوږدو کې يې د کښتيو د تګ راتګ مخه نيولې وه. د ژغورونکو ځواکونو په حواله هيچا ته زيان نه دی اوښتی.