د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
شتاينماير د همجنسبازانو د تعقيب له امله بخښنه وغوښته
د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاينماير، د هغې بې عدالتۍ له کبله بخښنه غوښتې ده چې د آلمان دولت يې د ده په خبره له همجنسبازانو سره کړې ده. د نازيانو په دوره کې د تر تعقيب لاندې راغلو همجنس خوښونکو د پاره د يادګار څلي د لسمې کليزې په مراسمو کې، شتاينماير په برلين کې وويل چې د نازيانو له ديکتاتورۍ وروسته د آلمان په اتحادي جمهوريت او د ختيځ آلمان په دموکراتيګ جمهوريت کې هم دغسې کړاونو دوام پيدا کړی دی.
نيمايي برخه افغان ماشومان مکتب ته نه ځي
په افغانستان کې د يوې تازه څېړنې په حواله ۳،۷ ميليونه ماشومان مکتب ته نه ځي. له ماشومانو سره د ملګرو ملتونو د مرستې سازمان، يونيسېف، وويل چې دا د اوو تر اولس کالو عمر لرونکو ماشومانو نيمايي برخه ده. سربېره پر دې ۳۰۰ زره نور ماشومان هم له تعليمي سيستم څخه د وتلو له ګواښ سره مخامخ دي. په تېره بيا نجونې له دغسې ستونزو څخه سر ټکوي.
د ايشيده د ټرين د حادثې د قربانيانو ياد
د آلمان په ايشيده ښار کې د ريل د حادثې په شلمه کالورځ د نيدرزاکسن آيالت په دغه ځای کې د قربانيانو ياد تازه شو. د يادون په مراسمو کې د ژوندي پاته شويو کسانو او خپلوانو تر څنګ د نيدرزاکسن آيالت لومړی وزير، شتېفان وايل او د رېلونو د شرکت مشر، ريشارد لوڅ هم برخه لري. د ۱۹۹۸ کال د جون په دريمه نېټه يو چټک رېل له پټليو وتلی او له يوه پُل سره جنګېدلی و. ۱۰۱ کسان مړه او ۸۸ تنه نور ژوبل شول.
متيس: د شمالي کوريا په وړاندې بنديزونه پرېږدو
د متحده آيالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوريا د واکمن، کيم جونګ اون، تر منځ د راروانې سرمشريزې سربېره هم متحده آيالات نه غواړي چې په اوس وخت کې پر شمالي کوريا باندې فشار راکم کړي. دغه خبره د امريکا د دفاع وزير، جيم متيس، په سينګاپور کې د امنيتي کنفرانس په ترڅ کې وکړه. په خبره يې بنديزونه تر هغه وخته پورې پاته کيږي چې د بې اتومي کولو کار په «بشپړه» او د ارزيابۍ وړ توګه نه وي پای ته رسېدلی.
په سلوانيا کې نوی پارلمان ټاکل کيږي
په سلوانيا کې نن د يکشبنې په ورځ په ۱،۷ ميليونو وګړو باندې غږ شوی دی چې نوی پارلمان دې وټاکي. په دغو انتخاباتو کې د اوسني صدراعظم، ميرو سېرار منځنی ګيڼ اړخی ګوند د نظر پوښتنو په حواله له څرګندې ماتې سره مخامخ دی. د انتخاباتو احتمالي ګټونکی ښي اړخی محافظه کار د اپوزيسيون مشر، يانېس يانسا، بلل کيږي چې د ګاونډي هېواد هنګري په څېر د کډوالو ضد سياست پلويتوب کوي.
آلمان د اتريش په وړاندې د فوټبال لوبه وبايلله
د فوټبال تر نړيوالو اتلوليو وړاندې له وروستۍ هغې نه يوه لوبه مخکې د آلمان ملي لوبډلې مسابقه يو د دوه ګولونو په وړاندې بايللې ده. له بايللې لوبې وروسته د ملي ټيم روزونکی، لئوف، د خپل ټيم، له فعاليت څخه خوښ او راضي نه و. لئوف وويل چې که آلمان د روسيې په اتلوليو کې هم داسې لوبه وکړي لکه د اتريش په وړاندې چې يې وکړه، نو د آلمان ملي ټيم په نړيوال جام کې هيڅ چانس نه لري.