د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
په افغانستان او مالي کې د آلماني ځواکونو د ډیریدو غوښتنه
په آلمان کې مسیحي ديموکرات، سوسیال مسیحي او سوسیال ديموکرات ګوندونو په افغانستان او مالي کې د آلمان د ځواکونو د ډیرېدو غوښتنه کړې. د دې غوښتنې ترڅنګ د داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې په هکله د آلمان د ونډې پر کمښت ټینګار هم شوی. دغه څه د دې دواړو سیاسي لورو لخوا نن د جمعې په ورځ د ګډ ائتلافي حکومتي پر سر تر توافق وروسته، په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي.
ترمپ د مهاجرت مبدأ هیوادونه د چټلو اوبو د ډنډ په توګه یاد کړي
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونلد ترمپ د تړلو دروازو تر شا په يوه مشورتي غونډه کی په امریکا کې د مهاجرت د مبدا هیوادونو په توګه ځینې هیوادونه د کثافاتو سوري او یا د چټلو اوبو د ډنډ په توګه یاد کړي دي. د واشنګټن پوست له خوا د ترمپ د دې څرګندونو تر خپریدو وروسته امریکايي سیاستوالو بیا د دې څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښوولی دی.
ولسمشر ترمپ ښايي نن د ایران د بندیزونو په هکله خپل موقف اعلان کړي
اټکل کیږي چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ به د ایران پر وړاندې د بندیزونو په هکله خپله پریکړه اعلان کړي، ځکه نن د جمعې ورځ د ایران د اتومي پروګرام پر سر تر نړیوال توافق وروسته د دې هیواد د بندیزونو په تړاو د متحده ایالاتو د موقف وروستی ورځ ده. اوس به روښانه شي چې آیا امریکا به دغه بندیزونه یو ځل بیا تازه کړي او که نه.
ترکیې له کاره ګوښه شوي نږدې ۱۸۰۰ مامورین بیرته ګمارلي
ترکیې د ۱۸۰۰ کارکوونکو د کار جواز چې د دې هیواد تر ناکامه کودتا وروسته، له هغوی څخه اخیستل شوی وو، بیرته صادر کړی دي. د جمعې په ورځ د یوه خپور شوي فرمان له مخې به ۴۵۰ کارکوونکي روزنې وویني او نږدې ۴۶۰ تنه د پولیسو کارکوونکي به بیرته خپل کار ځایونو ته ستانه شي. په ۲۰۱۶ کال کې د ترکیې تر ناکامې کودتا وروسته، ۵۰ زره کسان ونیول شول او ۱۴۰ زره تنه دولتي کارکوونکي بیا له خپلو دندو ګوښه شول.
پوتین د شمالي کوریا مشر د یوه پاخه او وړ رهبر په توګه یاد کړی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د شمالي کوریا د رژیم مشر کیم جون اون، د یوه «پوخ او وړ سیاستمدار» په توګه یاد کړی دی. پوتین د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې وویل چې د شمالي کوریا په اتومي شخړه کې کیم پرته له کوم شکه، ګټونکی دی. پوتین دا هم ویلي دي چې کیم په خپلو اهدافو کې هم بریالی وو، او اوس د اتومي سرګلولو او قاره یي توغندي خاوند دی چې کولای شي ۱۳ زره کیلومتر لیرې واټن وولي.
ترکیې هم امریکا ته د خپلو وګړو د تګ په هکله خبرداری ورکړی
ترکیې د امریکا متحدو ایا لاتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د یوه خطرناکه هیواد په توګه د درجه بندي کیدو پر وړاندې غبرګون ښوولی دی. اوس نو انقرې هم امریکا متحدو ایالاتو ته تلونکو وګړو ته د احتیاط سپارښتنه کړې ده. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ترکان په امریکا متحدو ایالاتو کې د احتمالي ترهګریزو بریدونو او همداراز د پخپل سر نیول کیدو له ګواښ سره مخامخ دي.