د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د ترمپ وياند: ولسمشر ښايي د مېرکل د لاس ورکولو خبره نه وي اورېدلې
سپينه ماڼۍ د هغو ګنګوسو په وړاندې درېدلې ده چې ګويا د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، دې صدراعظمې مېرکل ته په واشنګټن کې په قصدي توګه لاس نه وي ورکړی، وروسته له هغه چې دې ورڅخه د لاس ورکولو پوښتنه او هيله کړې وه. د ترمپ وياند، شان سپايسر، د «شپيګل» خبري مجلې ته ويلي دي چې دی فکر نه کوي چې ترمپ دې دغه خبره سمه اورېدلې وي.
ټيلرسن او شي د متحده آيالاتو او چين تر منځ زياته همکاري غواړي
د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير، رکس ټيلرسن او د چين ولسمشر، شي جينپينګ، د خپلو هېوادونو تر منځ د جوختې همکارۍ قصد لري. ټيلرسن په پکينګ کې وويل چې هدف يې دا دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ تفاهم بهتره شي، چې د چين او متحده آيالاتو تر منځ د روابطو د پياوړي کېدو پايله به ولري. شي وويل چې دی ډاډمن دی چې دوه اړخيز ارتباطات به «سم لوري» ته حرکت وکړي.
چين او سعودي عربستان د ۶۵ ملياردو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليک کړل
سعودي عربستان او چين غواړي چې د ۶۵ ملياردو ډالرو په ارزښت د تړونو په لاسليکولو سره خپلې اقتصادي همکارۍ ته پراختيا ورکړي. پکينګ ته د سعودي د پاچا، سلمان بن عبدالعزيز، د سفر پر مهال دواړو هېوادونو د پانګونو په غرض دغه تړونونه امضا کړل. په دې کې د انرژۍ، مالي چارو او فضايي الوتنو په برخه کې د همکارۍ د پياوړي کولو خبره شوې ده. چين د ۲۰۱۵ کال راپه دې خوا د سعودي عربستان تر ټولو مهم تجارتي ملګری دی.
شتاينماير د آلمان د ولسمشرۍ دنده پيل کړه
د آلمان نوی ولسمشر، فرانک والتر شتاينماير، نن له يواخيم ګاوک څخه تر ټولو لوړه دولتي دنده خپلوي. شتاينماير او د هغه مېرمن، ايلکه بويدن بېندر په برلين کې د غرمې له خوا د بېلوو په ماڼۍ کې په سمبوليک ډول دنده لاس ته وروړه. شتاينماير د فبرورۍ په ۱۲مه د آلمان د فدرالي غونډې له خوا د ګوندونو تر منځ په اکثريت سره د آلمان دولسم ولسمشر ټاکل شوی وو.
د آلمان د دفاع وزيرې د ترمپ خبرې رد کړې
د آلمان د دفاع وزيرې، اورزولا فون دېر لاين، د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ څرګندونې رد کړې، چې ګويا آلمان د ناټو په وړاندې ډېر پوروړی دی. وزيرې د خپل وزارت په حواله ويلي دي چې په ناټو کې د پورونو کوم اکاونټ وجود نه لري. د هغې په خبره غلطه ده چې د آلمان له خوا د دفاعي بودجې لوړول دې يوازې په ناټو باندې محدود پاته شي.
له مکسيکو سره د ترمپ دېوال به ښايي ۹ متره جګ وي
د متحده آيالاتو حکومت له مکسيکو سره د سرحدي دېوال د جوړولو پلانونه مشخص کړي دي. د دغه هېواد د وطن د ساتنې وزارت له خوا په اعلان شوې داوطلبۍ کې راغلي دي چې دغه دېوال دې د ۵،۴ مترو او ۹،۱ مترو تر منځ جګوالی ولري څو انسانان ورڅخه تېر نه شي. دغه سرحدي دېوال بايد سربېره پر دې تر ځمکې لاندې تر ۱،۸۰ متره پورې د تونلونو د کيندلو په وړاندې هم مقاوم وي. تقريبا ۷۰۰ شرکتونه داوطلبۍ ته ولاړ دي.