د نړۍ مهم خبرونه په انځور کي
بريتانوي جنګي او بې پيلوټه الوتکو په عراق کې د هوايي بريدونو له لارې په ۱۲ مياشتو د داعش يا اسلامي دولت ډلې تقريبا ۳۳۰ جنګيالي وژلي دي. دغه خبره د بريتانيې د دفاع وزارت په لندن کې کړې ده. د دفاع وزير، مايکل فالون، زياته کړه چې د وژل شويو شمېر البته «ډېر غير دقيق» دی. بريتانيا د ۲۰۱۴ م کال راهيسې په عراق کې هوايي بريدونه تر سره کوي.
د ترکيې له پولې سره د زياتو کډوالو د شته والي له امله بلغاريا زر نور اضافه عسکر دغې پولې ته ليږلي دي. د دفاع وزارت يوه کارکوونکي، ګېورګي کوستوف، وويل چې د «کړکېچنې وضعې» له کبله دغه ګام پورته شوی دی. د شپې له خوا ۶۶۰ کډوالو هڅه کړې وه چې له پولې واوړي. هغوی د بلغاريا د پوله ساتونکو له خوا کشف او بيا د ترکي ځواکونو له خوا ونيول شول.
په بورکينا فاسو هېواد کې پوځ له ټاکنو څه موده مخکې د پوځي کودتا له لارې قدرت په لاس کې نيولی دی. د کودتاچيانو يوه وياند په پلازمېنه اوګادوګو کې وويل چې ولسمشر او ټوله کابينه له دندو ګوښه شوي دي. زياته يې کړه چې دوی به «په منظم ډول دموکراسۍ ته د ستنېدلو يو بهير» په لاره واچوي. د ولسمشر د ګارد غړو منځمهالی ولسمشر، ميشل کافندو او ټول وزيران د چارشنبې په ورځ د يوې غونډې پر مهال يرغمل کړل.
د کيف له خوا د روسيې پر وړاندي د بنديزونو فهرست تر غځولو وروسته، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اوکرين کړکېچ د لا زيات ترينګلتيا خبرداری ورکړی دی. د روسيې د بهرنيو چارو وزير، د پنجشنبې په ورځ د اينترفکس خبري اژانس ته وويل چې په دغه ګام سره کيف د مينسک خبرې اترې سابوتاژوي، چې له مخې يې د ختيځ اوکراين خونړی کړکېچ بايد حل شوی وای. هغهْ پر اوکراين تور ولګاوه چې د روسيې پر ضد تبليغات کوي.
کرويشيا ته ۵۶۵۰ مهاجر رسېدلي دي.
د هنګري سرحد تر تړل کېدو وروسته د پخوا په نسبت ډېر کم کډوال کرويشيا ته راځي. دغه څرګندونې د کرويشيا پوليسو وکړې. له پلازمېنې زاګرېب څخه په تلويزيوني خپرونو کې ويل شوي دي چې حکومت په راتلونکو ورځو کې د نورو ۴۰۰۰ کډوالو د رارسېدلو تمه لري. حکومت دا هم وويل چې هڅه کوي له کډوالو سره د صربستان په پرتله ښه چلند وشي. ټولو کډوالو ته اجازه ورکول کيږي چې لويديځې اروپا ته ورتېر شي.
په آلمان کې د کډوالۍ او مهاجرينو د چارو د فدرالي ادارې مشر مانفرېد شميد، استعفا کړې ده. په نورنبېرګ ښار کې پرتې پر دغې ادارې باندې انتقاد کيږي ځکه چې د پناه غوښتنې د دوسيو پروسه په کافي ډول چټکه نه ده. د آلمان د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چې شميد د «شخصي وجوهاتو» له مخې د خپلې استعفا غوښتنه وړاندې کړې ده. د کورنيو چارو وزير، توماس دېميزير استعفا منلې ده.