د نړۍ مهم خبرونه له متن او انځور سره
پاکستان کې اته کسه اعدام کړی شوي دي
پاکستان د اعدامونو لړۍ ته ادامه ورکړې ده او اته تنه د قتل په سزا محکوم شوي کسان یې پر دار ځړولي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه کسان د سه شنبې په ورځ د پاکستان د پنجاب ایالت په بیلابیلو زندانو کې اعدام شوي دي. د رپوټونو له مخې پاکستان سږ کال تر ۳۰۰ زیات کسان اعدام کړي دي. په دې ډول پاکستان له چین او ایران څخه وروسته په دریم مقام کې ځای لري.
امریکایي عسکر بو بېرگدال له پوځي محاکمې سره مخامخ دی
په افغانستان کې د طالبانو له لوري نیول شوي امریکايي عسکر بو بېرگدال، باید یوې پوځي محکمې ته ځواب ووایي. دغه خبر د هغه مدافع وکیل ورکړی دی. پر نوموړي د عسکرې له خدمت د تیښتې او له دښمن سره د نامناسب چلن تور لگول شوی دی. تر ټولو خراب صورت کې بو بېرگدال د عمري بند سزا له گواښ سره مخامخ دی. دغه ۲۹ کلن په ۲۰۰۹م کال کې په افغانستان کې له خپلې قطعې څخه وتلی وو او د طالبانو له لوري نیول شوی وو.
په آلمان کې یو مشهور سلفي نیول شوی
د آلمان فدرالی څارنوال د تندلاري سلفي سیون لاو د نیولو امر صادر کړی دی. د څارنوالۍ یوې ویاندې دا خبر تائید کړی دی چې پولیسو نوموړی د سه شنبې په سهار په دوسلدورف کې نیولی دی. پر دغه ۳۵ کلن تبلیغ کوونکي تور دی چې له آلمان څخه یې په سوریه کې د فعال ترهگر سازمان جموا، له پاره کار کړی دی. څارنوالۍ ویلي دي چې پر هغه باندې شک کیږي چې په ټوله کې یې په څلورو قضیو کې د یوه بهرني ترهگر سازمان ملاتړ کړی دی.
اروپایي اتحادیه د پولو خوندي ساتلو په هکله سلا مشورې کوي
د اروپايي اتحادیې د پولو ساتنې ادارې «فرونټکس» ویلي دي چې سږ کال یو نیم میلیون کسان په غیرقانوني توگه اروپا اتحادېې ته داخل شوي دي. فرونټکس په وارسا کې ویلي دي چې دې سره دغه شمیر یوه نوي منفي ریکاډ ته رسیدلی دی او په دې اړوند د رسنیو رپوټونو یې تائید کړي دي. د اروپا د اتحادیې کمېسیون نن غواړي چې په بروکسل کې پلانونه وړاندې کړي چې څرنگه د دغې اتحادیې بهرنۍ پولې په ښه ډول وساتلې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته په سفر تللی دی
د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د خبرو اترو له پاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسیدلی دی. د کرملین د معلوماتو له مخې د جان کیري او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف تر منځ پر خبرو اترو سربیره د ولسمشر پوتین او کیري تر منځ هم یو ملاقات پلان شوی. د خبرو اترو مهمه موضوع په سوریې کې د کړکیچ د ختمولو له پاره هلې ځلي دي. روسیه د لویدیځ بر عکس د سوریې د واکمن بشارالاسد ملاتړ کوي.
«د تښتول شوو خبریالانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی»
اوسمهال په نړیواله کچه ۱۵۳ خبریالان د خپل کار له کبله په زندانونو کې دي. د بې سرحده خبریالانو په وینا تر ټولو زیاتې پیښې په چین، مصر، ایران، اریتریا او ترکیې کې رامنځ ته شوي دي. همداشان زیاته شوې ده چې ۵۴ خبریالان تښتول شوي دي، چې د ۲۰۱۴م کال په پرتله یو پر دریمه زیاتوالی ښيي. تښتونې په سوریه، یمن، عراق او لبېیا کې رامنځ ته شوي دي.