د نړۍ «مشهوري» لومړۍ ميرمنې
دوی ولسمشرۍ ماڼيو او شاهي قصرونو ته ښکلا او جذابيت ور بخښي. له دوی څخه ځينې د خپلو هلو ځلو او ځيني بيا د خپلې ګوښه ګیرۍ په سبب مشهوره شوي. د نړۍ د څو مشهورو او يوې نوې لومړۍ ميرمنې انځورونه دلته ليدلای شئ.
نوې لومړۍ مېرمن: ميلانيا ترمپ
د امريکا د ولسمشر دونالد ترمپ ميرمن ميلانيا ترمپ، د لومړۍ ميرمنې نقش ته د ځان د چمتو کولو له پاره ډير وخت لاره. مخکې به دې په خټه سلوانيايي پر انستاګرام د ترمپ د شاندارو اپارتمانونو عکسونه خپرول خو د ترمپ له خوا د ټاکنو تر ګټلو وروسته دا په ښکلو کاليو کې د خپلې کورنۍ سره ليدل کيدله. څوک نه پوهيږي چې دا کومي پټې وړتياوې لري؟
ځليدونکي لومړۍ ميرمن: ميشل اوباما
د امريکا د تاريخ په لومړۍ تورپوستې لومړې ميرمن پسې نه يوازې ډير امريکايان، بلکې په ټوله نړۍ کې خلک خفه دي. ميشل اوباما په خپله سليقه او هوښيارۍ خلک پر ځان مين کړي ول. دا د لوړو زده کړو خاونده چې په مود او فيشن هم ښه پوهه وه، کله به د خپل ميړه په څير آرامه او سنګينه وه او کله به ورته دا هم زياته نه وه چې په يوه تلویزيوني خپرونه کې سندرې ووايي.
تر ټولو مشهوره او جذابه لومړۍ مېرمن: جيکي کينيدي
د وژل شوي امريکايي ولسمشر جان ايف کينيدي، کونډي ته نن هم په ډيره درنه سترګه کتل کيږي. جيکلين «جيکي» بوويير کينيدي، د نيويارک له شتمن قشر څخه وه او فرانسوۍ ريښې یې لرلې. جان ايف کينيدي، او جيکي چې په ۱۹۵۳م کال کې واده کړې وو، سپينې ماڼۍ ته کډه کيدونکې تر ټولو مشهوره او جذابه جوړه بلل کيږي. د لومړۍ ميرمن په توګه د کاليو اغوستو د خپل سبک له کبله یې شهرت لا پسې زيات شو.
د فرانسې ښايسته لومړۍ ميرمن: کارلا بروني سرکوزي
دې په خټه اېتالوۍ د ماډلي او سندرغاړي په توګه شهرت لاره. لومړی یې د هنر او مهندسۍ په برخه کې زده کړې کولې خو د ۱۹ کالو په عمر یې درس ته شا کړه او د موسيقۍ د يوه البوم له وجې یې زيات شهرت ترلاسه کړ. په ۲۰۰۸م کال یې د فرانسې د هغه وخت د ولسمشر نيکولای سرکوزي، سره واده وکړ.
د اردن ښکلې ملکه رانيه
ملکه رانيه چې اوس د څلورو اولادو مور ده، په ۱۹۹۹م کال کې یې د باچا عبدالله دويم سره واده وکړ. نوموړې په اردن کې او تر اردن دباندي په خپلو ټولنیزو هلو ځلو سره مشهوره ده. رانيه د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد مظاهرو کې برخه اخلي او دغه ترهګره ډله (داعش) په کلکو ټکو غندي.
د پاچا ګرانه ميرمن: انخوسیکاتي لامبیزيکا
دا د سوازيلاند د باچا مسواتي دريم له ډيرو ښځو څخه يوه ده. ملکه لامبيزيکا په اکثرو غونډو او محفلونو کې باچا بدرګه کوي او د ښکليو ګاڼو سره د خلکو پام ځانته راوړي. نوموړې په سوازيلاند کې د «ايچ آی وي» ويروس او ايدز پر ضد مبارزه کې فعاله ونډه اخلي.
د موناکو افسانوي ملکه: ګريس کيلي
مشهوره هنرمنده ګريس کيلي، چې د باليوډ د نامتو هنرمندانو ګیري کوپر او يا کلارک ګابل ترڅنګ به لوبيدله، په ۱۹۵۶م کال کې د موناکو په ملکه ګراڅيا پاتريڅيا واوښته. داسې ګونګوسي به وې چې نوموړې تر واده وروسته خوشاله نه وه. دا په ۱۹۸۲م کال کې د ۵۲ کالو په عمر په يوه ترافيکي پيښه کې مړه شوه او په يوه افسانه بدله شوه.
د ايران «د زمردي سترګو ملکه»: ثريا
ثريا اسفندياري بختياري، په ۱۹۵۱م کال کې په۱۹کلنۍ کي د ايران له وروستي باچا محمد رضا پهلوي، سره واده وکړ. ثريا په آلماني او فرانسوي ژبو خبري کولې او د اسونو ځغلولو او سکي سره یې مينه درلودله. د اولاد نه لرلو له کبله تر واده ۷ کاله وروسته د شاه څخه جلا شوه.
د ښکليو بوټونو ليواله لومړۍ ميرمن: اميلدا مارکوس
دې لومړۍ ميرمن د خپلې ګوښه ګيرۍ او عصري کاليو سره د مينې له کبله د خلکو پام ځانته راړولې وو. د فيليپين د مطلق العنان ولسمشر فردينند مارکوس، دې ميرمن د ښکلا مسابقې هم ګټلې وې خو شهرت یې د ښکلو بوټو سره د مينې له کبله پيدا کړې وو. دې په زرونه جوړه ښکلي پېزار چې د مود د مشهورو ډیزانونکو له خوا جوړ شوي ول، درلودل.