1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ له لسو فقيرو هيوادونو سره د ميليونونو ډالرو مرسته

۱۳۹۹ مرداد ۸, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو بشردوستانه مرستو همغږي کونکي اداره د نړۍ له لسو فقيرو هيوادونو سره چې د کرونا بحران تر نورو زيات ځپلي، سل ميليونه ډالره مرسته کوي. افغانستان هم په دغه نوملړ کې شامل دی.

https://p.dw.com/p/3g87L
Afghanistan Beziehung Ehe Gesellschaft
انځور: Getty Images/AFP/ A. Karimi

اسوشيتدپرس خبري آژانس ليکلي دي چې دغه مرستې د آسيا او امريکا وچو ته ورکول کيږې چې د کرونا له بحران څخه يې ډير زيان ليدلې او اقتصادي وضعيت يې نور هم خراب شوی دی.

دغه پيسې د ۲۲۵ميليونه ډالرو مجموعه ده چې په نظر کې ده، سږکال هغه شلو هيوادونو ته چې کرونا ځپلي دي، ورکړل شي.

دغه مرستې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږي کوونکي صندوق څخه د بيړنيو حالاتو سره په غبرګون کې ورکول کيږې.

هره مياشت لس زره ماشومان د کرونا وبا له کبله رامنځته شوي لوږي په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکوي.چ

د دغي اداري په وينا يمن چې په نړۍ کې له ډير ناوړه بشري بحران سره مخامخ دی،۳۵ ميليونه ډالر د نورو هيوادونو له پاره له ټاکل شوي شمير څخه زيات تر لاسه کوي.

يمن، افغانستان، پاکستان، کولمبيا، موزامبق او نايجريا هغه هيوادونه دي، چې تر ټولو ډيري مرستې به تر لاسه کړي.

افريقا په نوي بحران کې

د پيسو نړيوال صندوق د سويلي افريقا له پاره د ۴،۳ ميليارده ډالرو بيړنې پور تصويب کړی دی، ځکه د کرونا وبا دغه هيواد ته ډير زيان رسولی او له بشري بحران سره يې مخامخ کړی دی. دغه هيواد په نړۍ کې د کرونا ويروس ناروغانو شمير له مخې پنځم مقام لري.

Frankreich Asylsuchende
انځور: Getty Images/AFP/C. Archambault

د کوويد ۱۹ مثبتې پيښې په دغه هيواد کي نيم ميليون ته نږدې دي. په دغه هيواد کي چې حتي دولتي ستر شرکتونه له مخکي کمزوري ول، د کرونا بحران له کبله د بي روزګارۍ شمير تر۳۰ سلنه پورته شوی او مخ پر ډيريدو دی.

د پيسو نړيوال صندوق وايې که څه هم د سويلي افريقا مقاماتو ډير ژر دغه بحران ته غبرګون وښود، خو دغه هيواد په (اقتصاد کې د سخت کمزورې) کيدلو شاهد دی.

څو اونۍ مخکي دولت د ۲۶ ميليارده ډالرو مرستي يوه بسته اعلان کړه. دغه واقعيت چې د افريقا پرمختللی هيواد د لومړي ځل له پاره د پيسو نړيوال صندوق څخه پور اخيستلو ته اړ شوی د بحراني وضعيت تر ټولو وروستۍ نخښه ده. دا لا معلومه نه ده چې د دغې وچې ۵۷ نور هيوادونه چې ډير يې فقير دي او د کرونا ويروس پکي مخ پر خپريدو دی، څه ډول غواړي له دغه بحران سره مبارزه وکړي.