د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د سوریې له خوا د زهرجن ګاز د کارولو رپوټ رد شوی
روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په تړاو د سوريې دفاع وکړه. په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفیر ویتالي چورکین د ملګرو ملتونو د یوه کمیسیون هغه رپوټ رد کړ چې پکښې په سوريه کې د دغه وسلو د استعمال ثبوتونه وړاندي شوي ول. د جرګه ګۍ تر غونډي وروسته نوموړي د امریکا متحدو ایالاتو او نورو هیوادونو له خوا د بندیزونو غوښتنه هم رد کړه.
یمن: هوايي برید ملکیان وژلي
د ډي پي ای خبري آژانس په حواله د یمن په شمال کې د هوايي برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۶ ملکیان وژل شوي دي. د یاغیانو له خوا کنترولیدونکي خبري آژانس «صبا» د سعودي په مشرتوب ائتلاف په صعده ایالت کې د دې بریدونو په ترسره کولو تورن کړی. زیاته شوې چې په برید کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي. د حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ د سولې د خبرو تر ناکامۍ وروسته په دغه هیواد کې یووار بیا زورزیاتی ډیر شوی دی.
آلمان په پوځ کې د شاملیدو شرايط سخت کړي
د آلمان پوځي استخباراتي اداره باید په راتلونکي کې په پوځ کې شاملیدو ته د کاندیدو په اړه دقیقې پلټني وکړي، څو ددې مخه ونیوله شي چې جهادستان او افراطیان پوځ ته لار پیدا نه کړي. د آلمان حکومت په اړوند یوه قانون کې د بدلون پریکړه کړې ده. تر اوسه د عریضه کوونکو له پاره اړینه وه چې یوازي د پولیسو له خوا د جنايي سوابقو سند یا کریمنل ریکارډ وړاندې کړي او اساسي قانون ته د وفادارۍ ژمنه وکړي.
«آلمان هم اوږده موده د مهاجرو ستونزه له پامه غورځولې وه»
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل په ماضي کې د مهاجرو په سیاست کې د آلمان پر تیروتنو اعتراف وکړ. نوموړې د «Süddeutschen » ورځپاڼې ته وویل چې آلمانانو هم دا ستونزه د اوږدې مودې له پاره له پامه غورځولې وه او د اروپا په کچه د یوه شریک حل اړتیا یې هم جدي نه وه ګڼلې. میرکل وویل چې په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کال کې هم ډير مهاجر راغلي ول او هغه وخت «هسپانیا او نور هيوادونه له دغي ستونزې سره هیوازې پریښوول شوي ول.
په میانمار کي حکومت او یاغي ډلو ترمنځ د سولي خبرو پيل
د میانمار حکومت له وسله والو یاغیانو سره د سولې خبرې اترې پیل کړي، څو په هیواد کې له نژادي لږکیو سره روانو شخړو ته خاتمه ورکړي. د سولي د نوبل جایزه ګټونکې اونګ سان سوچي چې له مارچ میاشتې راهیسې د جمهوري ریاست د مشرې په توګه عملاً دولتي چارې پر مخ وړي، په پلازمینه ناپیداو کې یو پنځه ورځنی کانفرانس پرانیست. په دې مشورتي غونډه کې د یاغیانو ۱۷ ډلې، همدا راز د نژادي لږکیو سونه استازي او پوځ ګډون کوي.
بیا په زرونو مهاجر ژغورل شوي دي
د ايټاليا پولیسو په پرله پسې دویمه ورځ د سونو مهاجرو د ژغورلو رپوټونه ورکړي. ویل شوي چې تقریباً ۳۰۰۰ تنه کډوال چې تر اندازې زیاتې باري کښتیو کې ايتاليا ته روان ول، ژغورل شوي دي. له دې سره د روانې اوونۍ له پیل راهیسې په مدیترانه سمندرګي کې کابو ۱۰ زره مهاجر ژغورل شوي دي. د اروپايي ټولنې جرګه ګۍ هم په دې منځ کې د لیبیا په ساحلونو کې د «سوفیا» په نوم د پوځي عملیاتو د پراخولو پریکړه کړې ده.