د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په سوريه کې د ترکي جنګي الوتکو بريدونو مرګژوبله اړولې
د سوريې په شمال کې د ترکي جنګي الوتکو په بريدونو کې د بشري حقونو د فعالينو په خبره لږ تر لږه ۳۵ ملکيان وژل شوي دي. د بشري حقونو د څار سوريايي سازمان ويلي دي چې د سرحدي ښار جرابلس په داسې يوه کور باندې بمونه غورځول شوي چې کورنيو پکې سرپناه لټولې وه. سربېره پر دې پولې ته څېرمه په يوه کلي باندې هم هوايي بريدونه شوي دي. د سوريې اپوزيسيون ته نژدې د څار د سازمان معلومات په ناپېيلې توګه نه دي تائيد شوي.
د آلمان د کډوالو اداره په ۲۰۱۶ کال کې له ۳ لکه کډوالو سره حساب کوي
د آلمان د کډوالۍ او مهاجرو اداره اټکل کوي چې سږ کال به د پروسږ کال په پرتله ډېر لږ پناه غوښتونکي او مهاجر آلمان ته مخه وکړي. د دغې ادارې مشر، فرانک يورګن وايزه، د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل چې سږ کال به ۲۵۰ زره تر ۳۰۰ زرو پورې کډوال آلمان ته راشي. تر دغه شمېر پورې د کډوالو اداره د ده په وينا د منظمو بهيرونو تضمين کولای شي.
فرونتېکس د اروپايي سرحدونو د ټينګوالي ازموينه کوي
د اروپايي ټولنې د سرحدونو د ساتنې اژانس، فرونتېکس غواړي چې د اروپايي سرحدونو د ټينګوالي ازموينه تر سره کړي. د فرونتېکس د مشر، فابريس لېجري، په خبره به په اکتوبر کې د آلمان او يونان په شمول د ځينو هېوادونو د ضعيفو ټکو په سر څېړنه وشي. د ازموينې مخبېلګه د بانکونو هغه تدابير دي چې د اروپا مرکزي بانک د مالي کړکېچ راهيسې پورته کړي دي.
په فيليپين کې يوې اسامپالې ډلې پر زندان باندې يرغل کړی دی
په فيليپين کې د يوې اسلامپالې ډلې جنګياليو د دغه هېواد په جنوب کې پر يوه زندان يرغل کړی دی چې ډېر شمېر بنديان بيا ورڅخه وتلي او تښتېدلي دي. پوليسو ويلي دي چې تقريبا ۵۰ تنه وسله وال کسان د «اسلامي دولت» نومي ترهګر ګروپ له تورو بيرغونو سره په ماراوي کې پراته زندان ته ورننوتلي. هغوی د خپلې سيمه يزې ډلې اته کسان آزاد کړي چې ۲۰ نور بنديان هم ورسره تښتېدلي دي.
د بوليويا د کان کيندونکو پر مشر د قتل په تور دعوا شوې
په بوليويا کې د فېنکومين په نوم د کان کيندونکو د اتحاديې پر مشر، کارلوس ماماني، او دوو نورو کسانو باندې د کورنيو چارو د مرستيال وزير، رودولفو ايلانېس، د قتلولو په تور حقوقي دعوا پيل شوې ده. دغه خبره د لا پاس ښار څارنوالۍ کړې ده. ماماني د جمعې په ورځ نيول شوی وو، چې ورباندې د غلا او په يو جنايتکار سازمان کې د غړيتوب تورونه هم لګول شوي دي.
څيپراس د پورونو کمېدل او جنګي تاوانونه غواړي
د يونان صدراعظم، الېکسيس څيپراس، يو ځل بيا غواړي د ده په خبره د آلمان له خوا ورباندې تپل شوی د سپما سياست رانرم کړي. څيپراس د «رېال نيوز» په نوم له يونانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل چې برلين بايد نور د اروپا د سپما بانک رول ونه لوبوي چې ډېرې پيسې لري، په داسې حال کې چې د اروپا جنوب له ډېرې بې کارۍ څخه سر ټکوي. د سپما سياست به د ده په خبره دا پايله ولري چې اروپا «د سره پاشل کېدو په لور» روانه شي.