د نړۍ ستر هوایي ډګرونه په انځورونو کي
په استانبول کې نوی هوایي ډګر پرانیستل کیږي. دا به د نړۍ تر ټولو ستر هوایي ډګر شي. د نړۍ نسبتا سترو هوایي ډګرونو ته کتنه.
هارتسفیلد جکسن هوایي ډګر، اتلانتا امریکا
په نړۍ کي تر اوسه تر ټولو زیات مصروفه هوایي ډګر د اتلانتا د هارتسفیلد جکسن هوایي ډګر ګڼل کیږي. د هوایي ډګرونو عمومي سازمان اې سي آی، په ۲۰۱۷م کال کې د ۱۰۴ میلیونه مسافرو تګ راتګ شمیرلی دی. له بل کوم هوایي ډګر څخه تر سلو میلیونو زیاتو مسافرو تګ راتګ نه دی کړی. له دې کبله د هارتسفیلد جکسن هوایي ډګر لومړی مقام لري.
د پیکینګ نړیوال هوایي ډګر
په اوسنۍ درجه بندۍ کې د پيکینګ نړیوال هوایي ډګر دوهم ځای لري. په ۲۰۱۷م کال کې له دغه هوایي ډګره ۹۵،۸ میلیونه کسانو تګ راتګ کړی دی. د ۲۰۰۸م کال د اولمپیک سیالۍ د دې سبب شوې چې د پيکینګ هوایي ترافیک ډیر شي. د دغو سیالیو له پاره وتلي مهندس نورمان فوستر، یو نوی ستر ترمینل طرح کړ.
د دوبۍ نړیوال هوایي ډګر
د دوبۍ په هوایي ډګر کې په ۲۰۱۷م کال کې تر ۸۸ میلیونو زیاتو کسانو تګ راتګ شمیرل شوی دی. په دې کې د پام وړ خبره دا وه چې له عربي نظره زیاتره دغه کسان چې ۸۷،۷۲ میلیونه کسان کیږي بهرنیان ول. د مسافرینو په منځ کې دغه هوایي ډګر د سودا رانیولو له پاره ځانګړی شهرت لري.
توکیو- هنیدا، جاپان
د جاپان د پلازمینې دغه هوایي ډګر په اوسنۍ درجه بندۍ کې څلورم ځای لري. له دغه هوایي ډګره ۸۵،۴ میلیونه کسانو تګ راتګ تر سره کړی دی.
د لاس اینجلس نړیوال هوایي ډګر، امریکا
دغه الوتکه په څو شیبو کې د کلفورنیا د میلیوني ښار لاس اینجلس په هوايي ډګر کې کښیني او د مسافرو د پام وړ سهم کې برخه اخلي. په ۲۰۱۷م کال کې له دغه هوایي ډګره ۸۴،۵۶ میلیونه کسانو تګ راتګ کړی دی او په دې ترتیب په دغه درجه بندۍ کې پنځم ځای لري.
اوهر هوایي ډګر، شیکاګو، امریکا
د شیکاګو له ۷۹،۸۱ میلیونه مسافرو څخه یو تن د آلمان وتلی فوټبالر باستیان شواین شتایګر دی، چې په سږني منې کې د «شیکاګو فایر» کلب له پاره لوبیږي. دغه هوایي ډګر د آیرلنډ د فوټبال د لوبغاړي په نوم نه دی نوم نه دی نومول شوی، بلکې د دوهمې نړیوالې جګړې د یوه پیلوټ په نوم نومول شوی دی.
د لندن هیترو هوایي ډګر، بریتانیا
دغه هوایي ډګر په درجه بندۍ کې اووم ځای خپل کړی دی او په تیر کال کې ۷۸،۰۱ میلیونه کسان دغه هوايي ډګر ته رارسیدلي او یا يي تر پرواز کړی دی. د پام وړ خبره دا ده چې دغه هوایي ډګر دوه ځغاست لیکي لري.
د هانګ کانګ نړیوال هوایي ډګر، چین
په ۲۰۱۷م کال کې د هانګ کانګ له هوايي ډګره ۷۲،۶۷ میلیونه کسانو تګ راتګ کړی دی. په دې ترتیب دغه هوایي ډګر د اوسنۍ درجه بندۍ له مخې اتم مقام لري.
د شانګهای د پودونګ نړیوال هوایي ډګر، چین
د نورو هوایي سفرونو په څیر د خوندیتوب لومړی! د شانګهای د پودونګ د نړیوال هوایي ډګر په هکله هم صدق کوي. په ۲۰۱۷م کال کې له دغه هوایي ډګره ۷۰ میلیونه کسانو تګ راتګ کړی دی. د اې سي آی د معلوماتو له مخې په تیر کال کې د مسافرو په تګ کې یو څه کموالی راغلی خو د مال وړونکو الوتکو په پروازونو کې بیا تر یوولس سلنه ډیر زیاتوالی راغلی دی.
د پاریس شارل دوګل هوایي ډګر، فرانسه
د سترو نړیوالو هوایي ډګرونو په اوسنۍ درجه بندۍ کې د شارل دوګل، هوایي ډګر لس ځای خپل کړی دی. دغه هوایي ډګر چې د ایر فرانس، هوایي شرکت د الوتنو د شبکې مرکز دی په تیر کال کې ورته ۶۹،۴۷ میلیونه مسافر تللي او یا راغلي دي. د سترې درجه بندۍ له پاره نور معیارونه هم شته چې اوس هغه په پام کې نه دي نیول شوي، لکه د بار حجم، په څومره ساحه کې هوایي ډګر جوړ شوی، د ترمینلونو شمیر او دې ورته نور معیارونه.