د نړۍ د تر تولو ښکلو سپيانو نندارتون ـ انځورونه
په نړۍ کې د سپیانو په تر ټولو لوی نندارتون کې چې د آلمان په لايپڅيګ ښار کې جوړ شوی دی تر ۳۰۰۰ زیات سپیانو ګډون کړی. دا نندارتون د لسو هغو آلماني نژاده سپیانو له خوا پیل شو چې ډیر پلویان لري. انځورونه یې دلته وګورئ:
افغاني تازي په نړۍ کې یو له ډیرو محبوبو او قیمتي سپیانو څخه دی. دغه سپی ډیر هوشیاره وي. دغه ډول سپیان په لویدیځې نړۍ کې له ډیر ناز او نعمت سره ژوند کوي. دغه سپۍ د آلمان لایپزیک ښار ته په سیالۍ کې د ګډون له پاره راوستل شوي دی.
دغه نندارتون د روانې میاشتې له اتمې نیټې څخه بیا تر ۱۲مې نیټې پورې ترسره کیږي.
د نندارې پر مهال سپیان په بیلابیلو سیالیو کې ګډون کوي. نندارې د لایپزیک په سوداګریز نندارتون کې ترسره کیږي.
په دې نندارتون کې له سپیانو څخه ډیره ښه پالنه کیږي.
د پنځه ورځیني نندارتون په ترڅ کې سپیان په بیلابیلو سیالیو کې ګډون کوي.
په دې نندارتون کې د سپیانو د نڅا جنجالي برنامه هم شامله شوې ده.
هر سپۍ چې په یوه بخش کې ګټونکی شي د «نړیوال قهرمان» لقب ترلاسه کوي.
تمه کیږي چې په سږني نندارتون کې به له ۷۳ هیوادونو څخه ۳۰ سپیان ګډون وکړي.
دا نندارې او سیالۍ د لومړي ځل له پاره په ۱۹۷۱ کال کې د هنګري هیواد په پلازمنیه، بوداپست کې ترسره شوې.
دا اووم ځل دی چې آلمان د دې نندارې او سیالیو کوربه دی.