د نړۍ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ خبرونه په متن او انځور کې
ترکيې د هالنډ په وړاندې د سختو پايلو خبرداری ورکړ
د ترکي سياستوالو د انتخاباتي غونډو په سر د ترکيې او هالنډ تر منځ ديپلوماتيکه ترينګلتيا لا زياته شوې ده. د ترکيې د فاميلي چارو وزيره، فاطمه بېتول سايان کايا نامطلوبه شخص بلل شوې او له هالنډه ايستل شوې ده. د ترکيې صدراعظم، بن علي يلديريم د «سختو عواقبو» اعلان کړی دی چې په وينا يې د هالنډ دغه چلن د منلو وړ نه دی. په خارج کې پر مېشتو ترکانو باندې يې غږ وکړ چې آرام دې پاته شي.
د آلمان مسيحي سوسيال ګوند له اينجرليکه د آلمان پوځ وتل وغوښتل
په تېرو څو اوونيو کې د آلمان او ترکيې د حکومتونو تر منځ هم د ترکي سياستوالو د انتخاباتي غونډو په سر لهجه ډېره تنده شوې ده. مسيحي دموکرات ګوند اوس په دې پلمه يو ځل بيا د ترکيې له اينجرليک اډې څخه د آلمان د پوځ وتل وغوښتل. د دغه ګوند د دفاعي او امنيتي سياسي چارو وياند، فلوريان هان، ويلي دي چې په دغه «توده شوې فضا» کې معلومه نه ده چې آيا د ترکيې حکومت په اينجرليک کې د آلمانانو د حفاظت تضمين کولای شي.
د ايسن د بريدونو طراح ښايي د اوبرهاوزن يو سلفي وي
د آلمان په ايسن ښار کې د سوداګرۍ په يوه مرکز باندې د يوه ممکن بريد طراح د اوبرهاوزن ښار د سلفيانو د ډلو يو غړی دی. د آلمان د خبري اژانس د معلوماتو له مخې دغه سړی يو څه وخت مخکې د «اسلامي دولت» د ترهګرې مليشې له پاره د سوريې د جګړو سيمې ته تللی او د آلمان امنيتي ادارو ته ور معلوم هم وو. د يوه مېسنجر کمپيوتري پروګرام د لارې يې ښايي له نورو کسانو سره تماس نيولی او هڅه کړې وي چې بريد ته يې ولمسوي.
څه باندې ۱۳۰ تنه د بهرني سياست کارپوهان د ټرمپ له خوا د سفر بنديز غندي
د امريکا په متحده آيالاتو کې د بهرني سياست څه باندې ۱۳۰ کارپوهانو د ولسمشر دونالد ټرمپ له خوا د سفر د بنديز د نوي فرمان په وړاندې استدلال کړی دی چې هغه د دغه هېواد د «ملي امنيت» له پاره خطرونه له ځانه سره لري. د يوه ليک امضا کوونکي وايي چې پر مسلمانانو باندې د ټرمپ د سفر بنديز هغو غلطو تبليغاتو ته هوا ورکوي چې له مخې د امريکا متحده آيالات «له اسلام سره په جګړه کې» قرار لري.
چين د اعدام له سزا څخه دفاع کوي
د چين تر ټولو عالي رتبه قاضي، ژو چيانګ، په خپل هېواد کې د اعدام د سزا له پراخ شتون څخه دفاع کړې ده. سره له دې چې هېواد يې د بهرنيو اټکلونو له مخې په دې وروستيو کې په کال کې څه باندې دوه زره انسانان اعدام کړي دي، خو د چين د سترې محکمې مشر بيا هم په پکينګ کې د ولسي کنګرې په ترڅ کې وويل چې يوازې «يو ډېر محدود شمېر مجرمين» په تېرو لسو کلونو کې اعدام شوي دي. خو دقيق شمېر يې دولتي راز بلل کيږي.