د نړۍ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ خبرونه په متن او انځور کې
ټرمپ غواړي چې له مسکو سره شخړه ژر حل او هواره کړي
د متحده آيالاتو راتلونکی ولسشمر، دونالد ټرمپ غواړي چې د انترنېټي بريدونو او بنديزونو په سر راټوکېدلې شخړه ژر حل کړي. ټرمپ وويل چې اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې نورو مهمو او لا سترو مسئلو ته مخه وشي. له دې مخکې برحاله ولسمشر، بارک اوباما د نورو تر څنګ ۳۵ روسي استخباراتي مامورين «نامنلي کسان» بللي ول او د روسيې د دوو څارنيزو شبکو په وړاندې يې د جزايي تدابيرو اعلان کړی وو.
دېميزير د کډوالو د ادغام له پاره زياتې هڅې وغوښتلې
په برلين کې په يوه بې سرپناه سړي باندې تر بريد وروسته د آلمان د کورنيو چارو وزير، توماس دېميزير، د مهاجرو د ادغام په برخه کې زياتې هلې ځلې غوښتې دي. دېميزير، وايي چې آلمان ته د راغلو کډوالو ادغام يوه «ستره وظيفه» ده چې ډېرو کلونو وخت ته اړتيا لري. وزير دا هم وويل چې په دې برخه کې «به هرومرو د شاتګونو شاهدان هم واوسو.»
د برېکسيټ له کبله د بريتانيې پر حکومت بيا حقوقي دعوا وشوه
د برېکسيټ يعنې له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو مخالفينو يو ځل بيا حقوقي دعوا کړې ده. د لندن هاي کورت يا ستره محکمه به اوس پرېکړه کوي چې آيا د اروپا له ګډې اقتصادي ساحې څخه د لويې بريتانيې وتل هم بايد د پارلمان له خوا تائيد شي، که څنګه. دغه اقتصادي ساحه د آزاد تجارت يوه مشترکه ساحه ده چې د ۲۸ غړو هېوادونو تر څنګ ورپورې آيسلنډ، ناروې او ليشتن شتاين هم اړه لري.
ترکيې د رياستي نظام په لور لومړی ګام واخيست
د ترکيې د پارلمان يوه کميسيون د يوه رياستي نظام په لور په اساسي قانون کې پلان شوي اصلاحات منلي دي. د دولتي خبري اژانس، انادولو، په حواله اوس د قانون مسوده د بحث او رای ګيرۍ له پاره کېدای شي مجلس ته وړاندې شي. د پارلمان تر رايې وروسته به يو رفرنډم هم دغه اصلاحات تائيد کړي. په اساسي قانون کې د تغييراتو په واسطه به ولسمشر، رجب طيب اردوغان، لا ډېر صلاحيتونه ولري.
په سوريې کې اوربند، د داعش په وړاندې جګړه
په سوريه کې د نيمې شپې راهيسې پلی اوربند په جګړه ځپلي هېواد کې د هيلو يو څرک دی. له اوربند څخه مستثنا هغه ډلې دي چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يې تروريستي سازمانونه بولي. په دې ترتيب روسي او ترکي جنګي الوتکو د داعش پر افراطي مليشې د سوريې په شمال کې د الباب په سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي. د ترکيې د پوځ په خبره پکې ۳۸ د داعش جنګيالي وژل شوي دي.
پر کريسمس بازار بريد کې لومړی شکمن پاکستاني پر پوليسو نيوکې وکړې
د برلين پر کريسمس بازار باندې تر بريد وروسته نيول شوی پاکستانی تبعه، نويد بي، پر پوليسو باندې سختې نيوکې کوي. د بريتانيې د «ګاردين» ورځپاڼې په حواله دی وايي چې «زورور چلن ورسره شوی او دا چې دی وهل شوی هم دی. نوموړی وايي چې له ورځپاڼې سره غږېدلی دی څو د ده د بې ګناهۍ خبره زياته خپره شي. نوموړی زياتوي چې هغه اوس په آلمان کې خپل ژوند ته اندېښنه لري، ځکه چې د ده نوم د بريد په تړاو خپور شوی وو.