د نړۍ تر ټولو ښه هوايي ډگرونه معرفي سول
د هغي نظر پوښتني له مخي چي په نړۍ کي د ۵۵۰ هوايي ډگرونو په اړه له ۱۳ ميليونو مسافرو څخه سوې ده، د نړۍ تر ټولو ښه ډگرونه معرفي سول. په ۲۰۱۶م کال کي د نړۍ تر ټولو ښه هوايي ډگرونه په دغه انځوريز راپور کي:
د سينگاپور هوايي ډگر
«سکای تراکس» په نړۍ کي د ۵۵۰ هوايي ډگرونو په اړه ۱۳ ميليونه مسافر پوښتلي دي. د سينگاپور هوايي ډگر څلورم وار په نړۍ کي تر ټولو ښه هوايي ډگر بلل سوی دئ.
د جنوبي کوريا هوايي ډگر
د جنوبي کوريا اينجيون هوايي ډگر بيا هم خپل دوهم ځای ساتلی دئ. دغه هوايي ډگر دغه راز په نړۍ کي د ترانزيت او ښه پرسنل په برخه کي هم تر ټولو غوره بلل سوی دئ.
د مونشن هوايي ډگر
د جرمني د مونشن ښار هوايي ډگر هم په پرخپل دريم ځای پاته سوی دئ. دغه هوايي ډگر دغه راز په مرکزي اروپا کي تر ټولو ښه بلل سوی دئ. د دغه ډگر د دوهم ترمينال د پراختيا کار به هم ډېر ژر پای ته ورسيږي.
د توکيو هاندا هوايي ډگر
د توکیو هاندا هوايي ډگر توانېدلی دئ چي په نړۍ کي د ښو هوايي ډگرونو په برخه کي يو گام مخته څلورم ځای خپل کړي. دغه هوايي ډگر دغه راز د پاکۍ او کورنيو پروازونو په برخه کي تر ټولو شه بلل سوی دئ.
د هانکانگ هوايي ډگر
د هانکانگ نړيوال هوايي ډگر چي په ۲۰۱۲م کال کي ئې په نړۍ کي د ښوو هوايي ډگرونو په برخه کي لومړی مقام لاره، تير کال څلورم ځای نيولی او سږکال پنځم سوی دئ.
د ناگويا هوايي ډگر
د جاپان په ناگويا کي پر مصنوعي جزيرې باندي جوړ سوی هوايي ډگر تر نورو کلونو يو گام رامخته سوی او په نړۍ کي ئې د ښوو هوايي ډگرونو په برخه کي شپږم ځای نيولی دئ.
د څوريخ هوايي ډگر
په سويس کي د څوريخ هوايي ډگر چي مخکي ئې شپږم ځای لاره په ۲۰۱۶م کال کي اووم سوی، خو په نړۍ کي ئې په هوايي ډگرو کي د ښه امنيتي سيستم په برخه کي لومړی مقام گټلی.
د لندن هوايي ډگر
د لندن هوايي ډگر چي په اروپا کي تر ټولو ستر دئ د ۲۰۱۵م کال په شان پر اتم ځای پاته سوی دئ.
په جاپان کي د کانزای هوايي ډگر
په جاپان کي د کانزای هوايي ډگر چي پر يوه مصنوعي ټاپو جوړ سوی د نړۍ د ښوو هوايي ډگرونو په نظر پوښتنه کي په ۲۰۱۶م کال کي له دولسم ځای څخه نهم ته پورته سوی دئ.
د «حمد قطر» نړيوال هوايي ډگر
همد قطر نړيوال هوايي ډگر چي په ۲۰۱۴م کال کي فعاله سوی توانېدلی چي له ۲۲ ځايه د نړۍ په لس ښوو هوايي ډگرونو کي خپل ځای ونيسي.
ناريتا هوايي ډگر
د جاپان په چيبا ښار کي ناريتا هوايي ډگر په نړۍ کي د ښوو هوايي ډگرونو په برخه کي يوولسم ځای نیولی دئ.
فرانکفورت هوايي ډگر
د فرانکفورت هوايي ډگر توانېدلی چي په ۲۰۱۶م کال کي ۱۲ ځای خپل کړي.
امستردام هوايي ډگر
د امستردام هوايي ډگر په نړۍ کي د ترټولو ښوو لسو هوايي ډگرونو له کتاره وتلی او په ۲۰۱۶م کال کي ۱۳ ځای خپل کړی.
د کاناډا ونکوور هوايي ډگر
د کاناډا ونکوور هوايي ډگر په نړۍ کي د ښوو هوايي ډگرونو په ليست کي ۱۴ ځای نیولی دئ.
د هلسينگي هوايي ډگر
د فنلند د هلسينگی هوايي ډگر د مسافرانو له نظر توانېدلی دئ چي د نړۍ په پنځلسو ښوو هوايي ډگرونو کي وشمېرل سي.