د نړۍ تر ټولو لوړو برجونو څخه ننداره کول
انځورونه: په سلونو متره لوړه ارتفاع کې په شيشه يې بام يا د هوايي پله په سر ګرځيدل هم زړه غواړي. خو يو ۱۹ کلن ځوان وتوانيد چې پرته د امنيتي وسايلو د لندن ۳۱۰ متره لوړ برج «شارد» سرته پرته پورته شي.
برج خلیفه - عربي متحده امارات
د عربي متحده اماراتو خلیفه برج ۸۲۸ متره لوړ دی. دا د نړۍ تر ټولو لوړ برج دی. د دغه برج په ۱۲۴ او ۱۲۵م پوړونو کې د ښار د نندارې له پاره څو خاص ځایونه یا برنډې ته ورته ځایونه جوړ شوي دي. که څه هم د ټکټ بيه يې لوړه ده خو ارزښت يې لري. ځکه له دغه ځایه د دوبۍ ښار له هرې زاوېې ليدل کيدای شي. په ۱۴۸م پوړ د ۵۵۵ متره په ارتفاع کې د دغه برج بله څنډه هم جلا په زړه پورې ده.
ګوانجو چين: د کانتون برج
د کانتون تلويزيوني برج په کال ۲۰۱۰م کې پرانيستل شو. د دغه برج لوړوالی ۶۶۶ متره دی. کانتون یوازې د څو اوونيو له پاره د نړۍ تر ټولو لوړ برج ريکارډ درلود. دغه برج يو ډير ستر څرخ هم لري. د څرخ ګرد چاپیر شيشه يې غرفې په دايروي شکل سره حرکت کوي چې په کې ناست کسان کولای شي د ۴۳۳ مترو له ارتفاع څخه لاندې ښار وويني.
توکیوـ جاپان: د سکای تري برج یا د آسمان ونه
سکاي تري برج ۶۳۴ متره لوړ دی. دا هم يو تلويزيوني برج دی چې د چين تر کانتون برج مخکې د نړۍ تر ټولو لوړ برج وو. دغه برج د سيل دوې برنډې لري چې يوه په ۳۵۰ متره او بله يې په ۴۵۰ متره ارتفاع کې ده. برج ته د پورته کيدو تر ټولو ښه وخت هغه دی چې هوا صافه وي. په صافه هوا کې د توکيو ښار تر ټولو ډيرې برخې ليدل کیدای شي.
شانګهای ـ چین: د جین مائو برج
د مائو برج ۴۲۰ متره لوړ دی. دا د چين د شانګهای ښار په پادونګ سوداګريز مرکز کې قرار لري. د ۳۴۰ متره په ارتفاع کې يې د ښار د نندارې له پاره ځای جوړ شوی. ليدونکي کولای شي له دغه ځایه د ښار ننداره وکړي او خوند ترې واخلي. په دغه ساختمان کې هوايي پل هم شته چې په امنيتي کمربندونو سمبال دی. زړور کسان کولای شي پر دغه پله له تيريدو هم خوند واخلي. دغه پل یوازې ۱،۲۰ متره سور لري.
شانگهای ـ چین: اورینټل پېرل ټاور
اورینټل پېرل ټاور په کال ۱۹۹۵ کې جوړ شوی. دغه برج نه یوازې د تيزو رنګونو له کبله شهرت لري، بلکې د شانګهاي ښار يوه تر ټولو مشهوره ودانۍ هم ګڼل کيږي. دغه برج يوولس کروي شکله توپونه لري چې په ترتيب سره په مختلفو فاصلو کې نصب شوي دي. په ۹۰، ۲۶۳ او ۳۴۲ متره ارتفاع ګانو کې يې يو متحرک رستوانت هم شته. دغه برج هم د ليدونکو له پاره د نندارې يوه ښکلی ځای لري.
تورنتوـ کاناډا: د سي ان برج
د سي ان برج ۵۵۳ ارتفاع لري. دغه برج د کاناډا د تورنتو ښار تر ټولو مشهور تلويزيوني برج او مهمه ودانۍ ګڼل کيږي. د برج په ۳۴۲ ارتفاع کې د نندارې یوه برنډه او يو رستورانټ هم شتون لري. د برنډې انګړ له شیشې جوړ دی چې پر سر يې ګرځيدونکي کسان کولای شي تر خپلو پښو لاندې ښار وګوري. خو په دغه شيشه يي بام باندې ګرځيدل لوی زړه هم غواړي. ځينې کسان ورسره حساسیت يا ويره لري.
نیویارک ـ آمریکا: د امپایر سټیټ ودانۍ برج
د دغه برج يو ښه والی دا دی چې ۸۶م پوړ ته د پورته کيدو امکانات يې د کال په ټولو ۳۶۵ ورځو کې امکان لري. برج هره ورځ د سهار له ۸ بجو څخه د شپې تر ۲ بجو پورې د ليدونکو پر مخ پرانیستی وي. امپاير سټيټ نورې ځانګړتیاوې هم لري خو يوازې د نيويارک ښار د نندارې له پاره ورتګ کافي دی. سيلانيان کولای شي له دغه ځایه منهاتن، مرکزي پارک، د آزادۍ مجسمه د بروکلين پل له لیدلو خوند واخلي.
نیویارک ـ امریکا: نړيوال سوداګريز مرکز
د ۵۴۰ متره په لوړوالي دغه برج د امريکا متحده ايالاتو تر ټولو دنګه ودانۍ ده. د سپتامبر تر ۱۱مې پيښې پورې دغه مقام د نړۍ پخواني سوداګريز مرکز چې غبرګې ودانۍ وې، درلود. اوسنی مرکز يوازې يو برج دی. دغه برج هم د نندارې ښايسته او هيجاني ځای لري چې په ۱۱۰م پوړ کې دی. د دغې برنډې انګړ هم له ښيښو جوړ دی. په انځور کې لاندې له موټرو ډک سړکونه واقعي دي.
نیویورک ـ آمریکا: د هادسن یاردس ۳۰ برج
په منهاتن کې دغه ساختماني مجتمع له ۱۵ لوړپوړيزو ودانیو څخه جوړه شوې ده. خو ۳۰مه شميره اداري ودانۍ يې شخص پورې منحصره ده. دغه ودانۍ ۳۹۵ متره لوړوالی لري. په ۳۳۶ مترۍ کې يې يو مثلثي محوطه جوړه شوې چې څوکه يې له ساختمان څخه بهر وتلې ده. دغه محوطه د ښار د لیدلو له پاره جوړه شوې چې د راتلونکي (۲۰۲۰) کال په لومړیو کې به پرانيستل شي.
لندن ـ بریتانیا: د شارد برج
د ۳۱۰ متره په لوړوالی د شارد برج په ۲۰۱۳م کال د ټايمز سيند تر څنګ جوړ شوی دی. دا د يو ښيښه يي حرم په شکل رغول شوی. ۷۲ پوړونه لري چې په کې د هستوګنې، اداري دفترونو او رستورانت له پاره ډير لوکس واحدونه رغول شوي دي. د شارد برج هم د سيلانيانو له پاره د نندارې ښکلې ځای لري. د دغه برج سر ته د يوه ۱۹ کلن ځوان ختل، دغه برج نور هم مشهور کړ.
لندن ـ بریتانیا: ټولپ ټاور (غاټول یا لاله برج)
په پام کې ده چې د خاټول ګل په ډيزاين دغه برج له شارډ څخه لوړ ورغول شي. داسې اټکل کیږي چې دغه برج به هر کال شاوخوا يو ميليون سيلانيان ځان ته راجلب کړي. البته دا یو خيال دی چې بريتانوي انجنير «نورمن فاستر» يې په سر کې لري. دغه برج هم د نندارې له پاره يو متحرکه برنډه لري چې ليدونکو به وشي کړای د هغه له سره د لندن ستر ښار په يوه ښکلي انداز سره وويني.
يو ۱۹ کلن ځوان په دې وتوانيد چې د امنيتي وسايلو پرته، د لندن ۳۱۰ متره «شارد» ودانې سرته پورته شي. په دغه انځوريز رپوټ کې د نړۍ تر ټولو لوړ برجونه ښودل شوي دي. د دغو برجونو د پاسه داسې ځايونه جوړ شوي دي چې ليدونکي کولای شي له هغه ځايه لاندې د ښار ټولې سيمې په ډيره سادګۍ او په بې سارې ښایسته ډول سره ويني.