د نڅا په فسټيوال کي د وژل سوؤ ويرغونډه لمانځل کيږي
۱۳۸۹ مرداد ۹, شنبهنن د شنبې په ورځ د المان په ښار ډويسبورگ کي په لسگونو زره انسانان د هغو يوويشتو وژل سوؤ کسانو وير کوي چي يوه اونۍ وړاندي په همدغه ښار کي د نڅا په فسټيول لاف پېرېډ کي وژل سوي وه. د وير مرکزي مراسم به د ښار په سالواتور نومي کليسا کي تر سره سي چي پکښي د المان د ولس مشر کرسټيان وولف او د لومړۍ وزيري انگېلا مېرکل تر څنگ گڼ شمېر نور مشران او د وژل سوؤ کسانو خپلوان برخه اخلي.
پداسي حال کي چي په سالواتور کليسا کي يوازي شپږ سوه کسان ځاييږي نو د ښار نور اوسېدونکي او د وير لپاره و ډويسبورگ ته راغلي نور کسان به د ښار په نورو کلېساؤ کي په وير غونډو کي برخه واخلي. د وير دغه مراسم د المان لومړي تلويزيوني کانال لخوا په ژوندۍ بڼه خپريږي او د ډويسبورگ په څلورو نورو کليساؤ کي به هم پر لويو تلويزوني پردو دغه خپرونې وښودل سي.
په ښار کي سخت امنيتي گامونه پورته کړل سوي دي او پوليس اټکل کوي چي ښايي په لسگونو زره انسانان په وير غونډو کي برخه واخلي. په وير غونډو کي به د مسيحي دين د دواړو مذهبو پروټسټانټ او کاتوليک استازي گډون وکړي. د ايسن ښار د اسقف نشين وياند اولريش لوتا وايي:
»دغه د وير مراسم به ډېر آرام وي، په ډېره خاموشه فضا کې به تر سره شي. په کي خپلوانو ته د دې امکان ورکول کيږي، چې هغوی خپل وير څرګند کړای شي.»
دا چي د خوښۍ په يوه فيسټيوال کي ددغسي غميزي رامنځ ته کېدل څنگه ممکنه سوه هغه پوښتنې دي چي لا يې جواب ندی موندل سوی. د فيسټيوال د جوړونکي تر څنگ د ډويسبورگ پر ښاروال سختي نيوکي کيږي چي گواکي د فيسټيوال د پلان پر وخت يې ښايي ټوله اړخونه په پام کي نه وه نيولي. د مسيحي ډيموکراټ گوند د کورنيو چارو وياند هانس پېټر اول د ډويسبورگ د ښاروال په اړه وايي:
»کله چې يو ښاروال د خپل ښار د وير په مراسمو کې ګډون نه شي کولای. په داسې حال کې چې يو ښاروال بايد د پوليسو لخوا وساتل شي، نو دې ته بايد فکر وشي. دغه حالت ته د پای ټکی يوازې د استعفا د لارې ورکول کېدای شي.«
د ډويسبورگ ښاروال آډولف زاورلانډ پر ده باندي لگول سوي تورونه نه مني. نوموړی غواړي چي پر خپله چوکۍ پاته سي او د پيښي په پلټنو کي مرسته وکړي. خو د نوموړي تر څنگ به د فيسټيول جوړونکی په نني مراسمو کي ونډه وانه خلي.
ليکونکی: احمدولي اڅکزی
کتونکی: نسيم صابر