1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نيو يارک اوسېدونکی د داعش غړو پر روزنې تورن دی

۱۳۹۸ تیر ۲۹, شنبه

يو ۴۲ کلن سړی چې پخوا د نيو يارک اوسېدونکی وو، د «اسلامي دولت» ډلې نخښه ويشتونکی پاته شوی دی. هغه اوس د ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی يعنې دا چې د دغې افراطي ډلې له پاره يې غړي جذب کړي او روزلي دي.

https://p.dw.com/p/3MN8g
Syrien Scharfschütze des IS
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS

روسلان ماراتوويچ آساينوف يو قزاقستان الاصله ۴۲ کلن امريکايي دی چې د متحده آيالاتو تابعيت يې اخيستی دی. هغه د سوريې د دموکراتو ځواکونو له خوا ونيول او په روانه اوونۍ کې د اف بي آی يعنې د متحده آيالاتو د فدرالي پوليسو ادارې ته وسپارل شو. دغه خبره څارنوالۍ کړې ده. هغه له داعش سره په مادي ملاتړ تورن شوی چې په دې کې د تروريستانو د سرتېرو روزنه او د خلکو د جلب او جذب هڅې هم راځي. 

د مدافع وکيلې، سوزن کېلمن، د بروکلين په يوې محکمې کې وويل چې موکل يې «ښه رويه او ښه چلن» لري، خو ډېر محتاطانه خبرې يې وکړې کله چې قاضي ورڅخه وپوښتل چې آيا خپل حقونه پېژني که نه. دغې حقوقپوهې وويل چې «هغه يو لوړ مقام ته جواب وايي چې د هغې په خبره «نوموړی وايي چې واکمن يې الله دی.»

«د نړۍ تر ټولو بد تروريستي سازمان»

آساينوف د ۱۹۹۸ تر ۲۰۱۳ کاله پورې د نيو يارک ښار د بروکلين سيمې اوسېدونکی پاته شوی دی چې د ۲۰۱۳ کال په دسمبر کې يې ترکيې ته سفر وکړ او له هغه ځايه سوريې ته ولاړ. دغه خبره څارنوالۍ کړې ده. هلته دی له داعش يا «اسلامي دولت» نومې ډلې سره يو ځای شو او نښه ويشتونکی جوړ شو چې د يو «امير» په توګه يې نورو غړو ته يې د وسلو استعمال هم ورزده کاوه. هغه په متحده آيالاتو کې له ځينو خلکو سره په تماس کې پاته شو چې پيغامونه او عکسونه يې هم ورلېږل. په دغه عسکونو کې هغه ليدل کيږي چې څنګه خپل فعاليتونه مخ ته وړي. 
د محکمې د اسنادو له مخې يې په ۲۰۱۵ کال کې په يوه پيغام کې ليکلي وو: «موږ په نړۍ کې تر ټولو بد تروريستي سازمان يو چې تر اوسه پورې موجود وو.» هغه هڅه وکړه چې په متحده آيالاتو کې يو کس جذب کړي څو سوريې ته ولاړ او هلته له داعش ډلې سره يو ځای شي. هغه ته يې ويلي ول چې د کار په موندلو او تغذيې په برخه کې به ورسره مرسته کوي او په مياشت کې به ۵۰ ډالره هم ورته پيدا کوي. هغه له يوه بل باوري کس څخه د دې غوښتنه هم کړې وه چې ورته ۲۸۰۰ ډالره ورولېږي څو د خپل ټوپک له پاره دوربين ورباندې رانيسي. 
کارپوهان اټکل کوي چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو په ترڅ کې له ۸۰ بېلابېلو هېوادونو څخه تقريبا ۴۰ زره بهرني جنګيالي له داعش سره په عراق او سوريه کې يو ځای شوي ول. اوسمهال په سوريه کې د نيول شويو داعشي جنګياليو برخليک په يوې ناندرئيزې موضوع اوښتې ده.

Irak Kämpfer des IS
د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو په ترڅ کې تقريبا ۴۰ زره بهرني جنګيالي له داعش سره يو ځای شوي ولانځور: picture alliance/ZUMA Press/Planet Pix

(AFP, AP, dpa, Reuters)/ن ص/م ک ص