د نوي پانامه کانال کار بلاخره پای ته ورسید
پس له نهو کلونو ساختماني کار څخه د پانامه کانال بیرته پرانیستل سو. په راتلونکې کې به باروړونکی بیړۍ د ۱۴ زرو کانتینرونو په درلودو سره د امریکا د اوبو له دغی تر ټولو لویی لاری څخه تیریږي.
د لویدیځ لنډه لار
د پانامه کانال ۸۲ کیلومتره اوږد دی. تر بیارغونې وروسته د هغه ډیری برخې پراخه او ژوری سوي دي. د اوبو لوی بندونه یې هم پراخ سوي چې په دې ډول به ډیری کښتۍ د پاسیفیک څخه اتلانتیک ته او یا هم برعکس تگ راتگ وکړي.
تاریخی سفر
«کوزکو شیپینگ پانامه» لومړنۍ باروړونکې بیړۍ وه چې تر بیارغونی وروسته له دغه کانال څخه تیره سوه. دغه بیړۍ په یوې چینایی کمپنۍ پورې اړه لري او د قرعه کشۍ په ترڅ کی یې نوم ختلی وو. د هغه کپتان تر سفر مخکی وویل: «زه څو ځله له دغه کانال څخه تیر سوی یم خو دا چې د هغه تر بیارغونې وروسته د لومړي کس په حیث ورڅخه تیریږم، دغه خاطره به هیڅکله هیره نه کړم.»
ستر کانال په کوچني شکل
د دې له پاره چی کپتان د کانال تر نوي کیدو وروسته هم خپلی کښتۍ په اطمینان سره د اوبو پر لارو تیري کړي، اول یې پر نمونه یې کښتیو خپل تمرین پیل کړ. هغه کښتۍ چی د اتلانتیک او پاسیفیک ترمنځ سفر کوي، کیدای سي ۴۹ متره برداره او تر ۳۶۶ متره پوری اوږدې وي. هغوی باید سر له اوسه د پخوا په مقایسه دوه برابره یعنی هر کال تر ۶۰۰ میلیونه ټُنه پوری بار انتقال کړي.
ناوخته پای ته رسیدل او تر پخوا گران
د نوموړي کانال د پراخیدو پر کار باندی پنځه اشاریه پنځه ویشت میلیارده امریکایی ډالر لگښت راغلی او په دې ډول تر پلان سوو پیسو دوه میلیارده ډیرې دي. همدارنگه د جوړیدو چارو یې هم دوه کاله اضافه وخت وغوښت. په مجموعي ډول د ۴۰ زره په شاوخوا کې کارگران پکښي مصروفه وه.
د اوبو لوی بندونه د لویو کښتیو له پاره
د دغه کانال پر ټوله لارو باندې د بندونو درې لوی تاسیسات جوړ سوي دي. دغه ځایونه د فشار مهم مرکزونه جوړوي. دا ځکه چی په دا وروستیو کی بیړۍ وار په وار لوییږي. له همدې کبله د اوبو د لارو پراخیدل ډیره مهمه خبره وه. په راتلونکی کی به د نړۍ د بحرونو د کښتیو ۹۶ سلنه د پانامه له کانال څخه تیریږي.
اقتصادی فکتور او د توریزم راجذبول
دغه کانال د پانامه هیواد د درې اشاریه اته میلیونو نفوس د پاره حیاتی ارزښت لري. د هغه څخه هر کال د یو میلیارده په شاوخوا کې امریکایی ډالره گټه دولتی خزانې ته لویږي. په لسو کلونو کی به د هغه گټه په کال کی حتی څلور میلیارده ته ورسیږي. د دغو پیسو یوه برخه د توریزم څخه هم په لاس راځي. پر دغه کانال باندی یو توقف د هر سیلانی له پاره حتمی خبره ده.
د متحده ایالاتو څخه مستقل
د ۱۹۹۹ کال راهیسي نوموړی کانال د پانامه د اولس په واک کی دی. مخکی تر هغه متحده ایالاتو د اوبو دغه لار کنترولوله. په ۱۹۰۳ کال یعنی د دغه کانال تر جوړیدو یو کال مخکی د متحده ایالاتو ځواکونو دغه سیمه تر ولکې لاندې راوسته او تر نامعلومه وخت پورې یې د کانال د سیمې څخه د استفادی په اړه یو دولتی تړون رامنځته کړ.
څه د پاسه یوه پیړۍ
د ۱۹۱۴ کال د اگست پر پنځلسمه د «انکونا» په نامه یوه کښتۍ چی ۲۰۰ مسافر پکښي سپاره وه د اول وار له پاره له دغه کانال څخه تیره سوه. په هغه وخت کی دغه کانال د امریکایي انجینیرانو له خوا جوړ سو. د ۱۹۰۵ او ۱۹۱۴ کلونو ترمنځ د جوړیدو د کار په ترڅ کی د ۶۰۰۰ په شاوخوا کی انسانان پکښي ووژل سول .
په شمال کې رقابت
اوس باید په نیکاراگوا کې هم تر دې لوی یو بل کانال جوړ سي. د هغه مصرف یوه چینایی کمپنۍ پر غاړه اخلي. خو په ۲۰۱۵ کال کې د کانال د کار د جوړیدو پیل د خلکو او اقلیم ساتنی د فعالینو د سختو مظاهرو سره مخامخ سو. د نیکاراگوا کانال ښایی په دغه براعظم کي د پانامه مهم تجارتي کانال تر پوښتنی لاندی راولي.