1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داود سلطانزوی د کابل ښاروال په توکه وټاکل شو

۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبه

د محمد اشرف غني د لوړې تر مراسمو څو اونۍ وروسته، داسې ښکاري ‌چې د حکومتي ‌څیرو د بدلون لړۍ پیل شوې. ‌په تیرو څو ورځو کې د کلیدي بستونو له پاره نوي کسان ګمارل شوي او نن بیا داود سلطانزوی د کابل ښاروال په توګه معرفي شو.‌

https://p.dw.com/p/3aIUq
Daoud Sultanzoy afghanischer Präsidentschaftskandidat
انځور: Sultanzoy

د دوهم ځل له پاره د ولسمشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته، ‌محمد اشرف غني د خپلې لوړې په مراسمو کې ژمنه کړې وه چې د نوي حکومت او کابینې د جوړولو په برخه کې به پراخې سلا مشورې وکړي.

‌نوموړي ژمنه کړې وه چې په نوي حکومت کې به سیاسي ګوندنه، ‌ځوانان، ‌میرمنې،‌ ژبنی او همدا راز مذهبي انډول په پام کې ونیول شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د نوي حکومت او کابینې د جوړولو پیل د ارګ له دفتر څخه پیل کړ. ‌ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له لارې محمد شاکر کارګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي مقام دفتر د عمومي رئیس په توګه معرفي کړ.

‌ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي ‌چې کارګر د لنډمهاله ادارې د مرستیال، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر، د اوبو او برېښنا وزیر، په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی، په اذربایجان کې سفیر او د جمهوررئیس د ځانګړي استازي او په ټول ګټو هیوادونو کې د جمهوررئیس د ځانګړي استازي په توګه دندې ترسره کړې ده.

نن د چهارشنبې په ورځ ‌ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه تازه فرمان سره د کابل ښاروال په توګه د محمد داود سلطانزوی د ټاکل کیدو خبر ورکړی دی. د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي ‌چې داود سلطانزوی د کابل د ښاروال په توګه ټاکل شوی دی.

‌نوموړي تر دې وړاندې د ملي شورا په پنځلسمه دوره کې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو د استازي په توګه او په وروستیو کلونو کې یې د ولسمشر د ستر سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده.

په ورته وخت کې ولسمشر غني د دوو جلا حکمونو له لارې عبدالهادي ارغندیوال، د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر په توګه ټاکلی دی. ‌ارغندیوال تر دې وړاندې د ولسمشر د سلاکار او د اقتصاد وزیر په توګه دندې ترسره کړې ده.‌

سربیره پر دې د افغانستان په سیاسي ‌حلقو او ټولنیزو شبکو کې په نوي حکومت کې د تیرو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د سولې او اعتدال د ټاکنیزې ډلې د مشر، محمد حنیف اتمر د ورګډیدو خبرې هم لاس په لاس کیږي.‌