1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ننګرهار والي: د کرونا شدیده مرحله مې تیره کړې

۱۳۹۹ خرداد ۵, دوشنبه

په کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته، د ننګرهار والي وايي چې د کرونا شدیده مرحله یې تیره کړې او اوس ورځ تر بلې په ښه کیدو دی. په افغانستان کې د عامو خلکو او طبي کارکوونکو ترڅنګ یو شمیر حکومتي چارواکي هم په کرونا اخته شوي.

https://p.dw.com/p/3ciXo
Afghanistan Narenj Gol - Orangenblüten Festival
انځور: DW/O. Deedar

په کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته، د ننګرهار والي وايي چې د کرونا شدیده مرحله یې تیره کړې او اوس ورځ تر بلې د ښه کیدو پر لوري دی. په افغانستان کې د عامو خلکو او طبي کارکوونکو ترڅنګ یو شمیر حکومتي چارواکي هم په کرونا اخته شوي.

په افغانستان کې اوس هم د هرې ورځې په تیریدو سره د کرونا ویروس د اخته کسانو په شمیر کې زیاتوالی راځي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۹۱ تازه پیښې ثبت شوي چې په دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مجموعي مثبتو پیښو شمیر هم ۱۱ زره ۱۷۳ ته لوړ شو. د حکومتي شمیرو له مخې تر اوسه پورې دغې ناروغۍ په هیواد کې د ۲۱۹ کسانو ژوند هم اخیستی دی. 

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو په ډله کې د طبي کارکوونکو او عامو افغانانو ترڅنگ یو شمیر جګپوړي حکومتي چاروکي هم شمال دي. څه موده وړاندې د کندهار والي حیات الله حیات هم په کرونا ویروس اخته شوی وو او په تر ټولو تازه پیښه کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل هم په دې ویروس اخته شوی دی.

د ننګرهار والي د خپل روغتیايي وضعیت د ښه کیدو په هکله پر خپله فسبوک پاڼه ليکلي چې د کرونا ویروس شدیده مرحله یې تیره کړې ده. نوموړي لیکلي: «که څه هم د ټیست نتیجه نن راغله خو د کرونا شدیده مرحله مې دا څلور پنځه ورځې مخکې تیره کړیده او د نن ماسپښین نه تبه او سر درد کم شوې او تنفس هم سم شوې دی. یوازې لږ ټوخې شته مخ په ښه کیدو یم د تشویش خبره نه ده.»

کرونا تر دې مهاله د افغانستان نیږدې ټولو ولایتونو ته رسیدلې خو په ډیرو ځپل شویو ولایتونو کې کابل او هرات ولایتونه مخکښ دي. طبي کارپوهان له دې ناروغۍ د ژغورنې له پاره اوسمهال ټولنیز واټن او له فزیکي تماس څخه د ډډې سپارښتنه کوي، داسې یو وړاندیز چې په افغانستان کې تر ډیره پورې له پامه غورځول شوی دی.