1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د ننګرهار لاريون: حکومتي ځواکونو ۱۴ ملکيان وژلي دي

۱۳۹۷ آبان ۲, چهارشنبه

په ننگرهار کي لاريونوالو ويلي دي چي په روداتو ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۴ ملکيان وژل شوي او دوې مېرمنې ټپيانې شوي دي. دا خبره يوه حکومتي سرچينه هم تائيدوي.

https://p.dw.com/p/3754T
Afghanistan, Nangarhar:  Demonstrationen gegen Militäreinsatz
انځور: DW/O. Deedar

یوې حکومتي سرچینې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط دويچه ويله ته ویلي دي چي عملیات تېره شپه د ملي امنیت ۰۲ ځانګړې قطعې د روداتو ولسوالۍ په اړوند شهیدانو مېنه کې کړي دي.

سرچینې زیاته کړه چې دغه عملیات پر درو کورونو شوي دي چې په یوه کور پنځه، دویم کې دوه مېلمانه او دریم کور کې یو ماشوم او شپږ لویان وژل شوي او په همدې وروستي کور کې دوې مېرمنې ټپيانې شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دویچه وله ته یوازې همدومره وویل، چې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې په عملیاتو کې چې د روداتو اړوند سیمه کې ترسره شوي، یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو دا چې وژل شوي څوک او څومره دي، په دې اړه حکومت څېړني پیل کړي دي.

د ننګرهار د امنیت آمر سمونوال مجتبی قیس له رسنیو سره په خبرو کې ومنله چې د تېرې شپې په عملیاتو کې ۱۱ ملکيان وژل شوي دي، خو په دې اړه د ښې روښانتیا له پاره په سیمه کې د یوه باصلاحیته پلاوي څېړنې پیل شوي دي چې جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د سیمې اوسېدونکیو د وژل شویو کسانو جسدونه د تورخم – جلال اباد لویې لارې ته راوړي او په یوه لاریون سره یې لار هم درې ساعته د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

د روداتو ولسوالۍ د شهیدانو مېنې یوه اوسېدونکي او د لاریون یوه برخوال عبدالجبار دویچه وله ته وویل: «تېره شپه شاوخوا دولس بجې حکومتي ځواکونو زموږ په کلي کې د عملیاتو پر مهال د یوه دوه میاشتني ماشوم په ګډون ۱۶ ملکیان وژلي او یوه مېرمن یې ټپي کړې ده چې هغه هم عملیات کوونکیو له ځانه سره وړې ده.»

هغه زياته کړه چې وژل شوي ټول ملکیان او د دوو کورنیو غړي دي، چې پر يوه ماشوم سربيره یو پکښې شاوخوا ۷۵کلن سپین ږیری او درې تنکي زلمي شامل دي.

لاریونوالو ویل چې وژل شوو کسانو له هېڅ وسله والې ډلې سره اړیکې نه لرلې او ټول غریبکار ول.

سیمې ته د پيښي د دقیقې څېړنې په موخه د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست په مشرتوب د ورغلي پلاوي یوه غړي مولوي حبیب الله جلال ابادي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې وژل شوي او ټپيان ټول ملکيان او په هېڅ وسله والې ډلې پورې تړاو نه لري.

ده له حکومته غوښتنه کوله، چې د دا ډول خپلسره عملیاتو مخه دې ونیسي، که نه د حکومت او ولس تر منځ به واټن نور هم زیات شي.

په ننګرهار کې وخت ناوخته د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په شپېنیو عملیاتو کې د وسله والو تر څنګ ملکيانو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

د دوشنبې په شپه د همدې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې هم د کورنیو ځواکونو په عملیاتو کې پنځه ملکيان وژل شوي ول.

د حکومتي سرچینو په وینا، په تېرو درو ورځو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۲۳ ملکيان وژل شوي دي.

 

اميد ديدار/ننگرهار