1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د نرګسیت په نوم د پر ځان مېنو عجیبه ناروغي

۱۳۹۸ دی ۱۷, سه‌شنبه

د نرګسیت په ذهني ناروغۍ له اخته کس سره ژوند تیرول عملأ ډیر سخت وي. داسې کسان همدردي هم نه شي قبلولی. ویل کیږي چې که غواړې ځان په پریشانۍ اخته نه کړئ، نو له داسې کسانو څخه فاصله نیول بهتره وي

https://p.dw.com/p/3VQgy
Frau bläst einen Kuss auf Spiegelbild
انځور: picture-alliance/imagebroker

رواني ډاکتره بیربیل وارډټیسکي، وایي چې پر نرګسیت اخته ناروغان اساساً نه غواړي څوک ورسره همدردي ښکاره کړي او داسې کسان د هم اهنګۍ د پيدا کولو لږ صلاحیت لري. وارډټیسکي، د ذهني خلل د رواني ناورغۍ متخصصه ده او پر همدې موضوع یي څو کتابونه هم لیکلي دي.

د هغې په خبره پر دې ناروغۍ متبلا کسان هڅه کوي له نورو څخه لږ واوري او د خبرو اترو اصلي محور شخصاً دی پخپله وي.

ساره د کور ښځه او د یوه کوچني ماشوم مور ده. د خپل ژوند له ملګري څخه د هغې د جلاوالي دلیل هم همدا ذهني خلل وو. د ساره پارتنر یا د ژوند ملګری پر همدې ناروغۍ اخته وو. د ملگري یي خوښ وو چې پخپله د کور له پاره سودا وکړي. د ساره د ملگري له پاره د ژوند ټول محور او مقصد یوازې د هغه خپل ځان وو. څو میاشتې مخکې ساره غوره وګڼله چې د خپل ژوند له ملګري څخه جلا شي.

د رواني متخصصې وارډ ټیسکي په خبره نرګسیت یوه ذهني ناروغي ده او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو یوازې ستاینه کفایت نه کوي، بلکې که د دوی له کومې خبرې سره څوک مخالفت وکړي، نو سمدستي عصباني کیږي.

Bärbel Wardetzki
وارډ وارډټیسکي، د ذهني خلل د رواني ناورغۍ متخصصه ده او پر همدې موضوع یي څو کتابونه هم لیکلي ديانځور: Maik Kern

د وارډټیسکي په خبره دا یو حقیقت دی چې پر نرګسیت د اخته کس یا باید ستاینه وشي او یا په ګواښلو او ویرولو سره خاموشه کړای شي. د هغې په خبره د دې مرض دقیق تشریح کول ممکن نه دی. نوموړې زیاتوي چې پر خپل ځان په غیر عادي توګه یقین او باور درلودل یو جلا بحث دی او هغه په اصطلاح پر خپل ځان له عاشق کیدو سره هیڅ ډول سرو کار نه لري.

د وارډټیسکي په خبره که یو څوک وایي چې خپل ځان یي خوښ دی، نو عموماً دا خپل ځان ته درناوی کول دي. د خپل ځان عزت کونکي کسان خپل احساسات هم کنترولی شي او په دې هم پوهیږي چې په کومو حالاتو کې ځان راحت کولی شي.

دغه متخصصه زیاتوي چې پر دې ناروغۍ اخته کسان په غیر معمولي توګه او تر اندازې زیات ځان محترم او د درناوي وړ بولي. داسې کسان د خپلو داخلي شکونو او اشتباهاتو تر شدت لاندې د راتلو له امله هڅه کوي خپل شخصیت ډیر لوړ وښیي، څو د خپل چلند نیمګړتیاوې پټ وساتلی شي.

د رواني چارو د کارپوهانو په خبره داسې خوی معمولاً په هر یوه داسې شخص کې له ماشومتوب څخه په  پيدا کیدو پيل کوي. د میرمن وارډټیسکي په خبره د نرګسیت ناروغۍ لرونکو کسانو ماشومتوب یا له پامه غورځول شوی وي او یا هم په ماشومتوب کې تر اندازې زیات ستایل شوی او صفتونه یي شوې وي.

په دغو دوو حالاتو یا کیفیتونو کې لوی شوي کسان ممکن په اصطلاح پر خپل ځان عاشق وي او همدا حالت بیا نرګسیت بلل کیدای شي. ساره چې له خپل ملگري څخه جلا شوې ده وایي چې د هغې د ژوند ملګری په ماشومتوب کې له پامه غورځول شوی وو او د خپلې خاله یا ترور په کور کې پالل شوی او ستر شوی وو.

دویچه ویله/ش.ن/ق.ن