د نارنج ګل ميله په انځورونو کې
په جلال آباد ښار کې د نارنج ګل مشاعره سږکال د سراج العمارت په تاریخي بڼ کې ترسره شوه. په دغې دودیزې او تاریخي مشاعرې کې له شاعرانو تر ډيره د داسې شعرونو د اوريدو غوښتنه کيده چې د سولې، امن او يووالي پيغامونو ليږدونکي وي.
د حکومتي انحصار څخه ولسي بڼې ته د مشاعرې راګرځول
د نارنج ګل مشاعره يو وخت تر حکومتي انحصار لاندې په مقام کې پاتې شوې وه؛ خو په دې وروستیو کلونو کې بیا کوښښ شوی، چې دا دودیزه مشاعره یو وار بیا ولسي بڼه خپله کړي.
د نارنج ګل مشاعرې قدامت
نارنج ګل مشاعره څه باندې نیمه پېړۍ وړاندې پیل شوې، چې په لومړیو کلونو کې په ولسي بڼه ترسره کېدله.
ننګرهار او د نارنج ګل ميله
هر پسرلی ننګرهار د نارنج ګل دودیزې او تاریخي مشاعرې کوربه وي. سږ کال هم دغې مشاعره کې د چارواکیو تر څنګ لیکوالو، شاعرانو او د شعر او ادب زرګونه مینه والو برخه اخستې وه.
د خلکو غوښتنې
په سږنۍ ميله له شاعرانو تر ډيره د داسې شعرونو د اوريدو غوښتنه کيده چې د سولې، هيوادنۍ مينې او يووالي پيغامونه وليږدوي.
د ننګرهار والي
ښاغلي شاه محمود میاخیل په خپلو خبرو کې وويل: «په دې هیله، چې په دې مشاعره کې د وطن ابادۍ، سولې او پرمختګ له پاره ښه شعرونه زمزمه شي!»
ځوان شاعران
په دغې ادبي ميله کې د عمرخوړلیو شاعرانو تر څنګ د شفيع الله تاند په څير ځوانو شاعرانو هم خپل له رنګینو ډک، هنري، انتقادي، ملي او طنزیه شعرونه ولوستل.
د شعرونو د اوريدو انتخاب
چارواکو او حاضرينو له وړاندې شوو شعرونو خوند واخيست او ډېرې چکچکې يې ورته وکړې.
ښځینه شاعرانې
په سږنۍ مشاعره کې د حسنا احمدزۍ او فاطمه هادي (انځور) په څير ډير شمير ښځينه وو شاعرانو ونډه درلوده.
د هيلو شعرونه
که رمضان صایم په افغان وطن کې له روان بحران د طنز په ژبه پرده پورته کړې، شکایتونه یې کول، نو د هېواد نوموتي شاعر مطیع الله تراب او انور الحق یرغل بیا د دې وطن په خزانو پر پرتو ښامارانو لفظي ګوزارونه کول. انځور کې لعل پاچا آزمون.
تر شنه آسمان لاندې د شعرونو انګازې
ځوان شاعر محمد موسی حکيمي د خپل شعر اورولو پر مهال.
د مشاعرې تر څنګ نندارتون
د دې مشاعرې په څنډه کې د افغاني تولیداتو نندارتون هم پرانستل شوی و، چې په کور دننه جوړ شوي بېلابېل صنعتي او خوراکي توکي پکې نندارې ته ایښودل شوي وو.