1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د م. م کارمند له ماشومانو د جنسي سو استفادې په جرم زنداني شو

۱۳۹۸ تیر ۱۸, سه‌شنبه

په نیپال کې د محکمې چارواکي وویل چې د کاناډا هیواد تبع او د ملګرو ملتونو یو پخوانی کارمند یې له دوو ماشومانو د ناوړه جنسي استفادې په تور په نهه کالو زندان محکوم کړی. نوموړي په افغانستان او لیبریا کې دنده ترسره کړې ده.

https://p.dw.com/p/3LoAZ
UN Symbolbild Flagge
انځور: Imago/Y. Kourtoglou

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۹مه نیټه) په نیپال کې د محکمې یوه چارواکي وویل چې د ملګرو ملتونو یو پخوانی کارمند او د کاناډا هیواد تبع له دوو ماشومانو څخه د ناوړه استفادې په تور په نهه کاله بند محکوم شوی دی.

د پیټر ډالګلیش په نامه د ملګرو ملتونو دغه پخوانی کارمند تیرکال د نیپال په پلازمینه کټمنډو کې خپل کور ته څیرمه نیول شوی وو او د تیرې جون میاشتې په ترڅ کې د دوو هلکانو چې عمرونه یې ۱۲ او ۱۴ کلونه ښوول شوي، د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې په جرم تورن شوی وو.

د نیپال د پلازمیني کټمنډو په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت د کاوري ولسوالۍ په محکمه کې د اطلاعاتو افسر ټاکر ناټ ټریټال وویل: «نوموړی په یوه پیښه کې په نهه کاله بند او په بله پیښه کې بیا په اوه کاله بند محکوم شوی دی.» ټاکل شوې دواړه پریکړې به په یوه وخت کې عملي کیږي نو له دې کبله به د ملګرو ملتونو دغه کارمند د نهو کلونو له پاره په زندان کې وي.

د ډالګلیش وکیل بیا وویل چې موکل یې چې د دوشنبې په ورځ په خپله هم د محکمې د پریکړې پرمهال په محکمه کې حاضر وو، د محکمې له خوا مجرم نه دی پیژندل شوی او له دې کبله هغه به د استناف غوښتنه وکړي. د نوموړي وکیل راهول چپاګاین وویل: «په دغه دوسیه کې د پلټنو پرمهال اړوندې پروسې نه دي عملی شوي.»

Nepal Peter Dalglish Urteil sexueller Missbrauch
د ملګرو ملتونو دغه پخوانی کارمند پیټر ډالګلیشانځور: picture-alliance/AP Photo/J.R. Sapkota

په محکمه کې د اطلاعاتو افسر ټاکر ناټ ټریټال همدا راز زیاته کړې چې محکمې ډالګلیش مکلف کړی څو یادو دواړو ماشومانو ته ۹۱۰۰ امریکايي ډالر جبران خساره هم ادأ کړي.

ډالګلیش په نیپال کې د بې وزله کورنیو له ماشومانو سره د مالي مرستو په ورکولو سره مرسته کوله. نوموړي تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له هبیتات او همدا راز په لیبریا کې د ملګرو ملتونو له ماموریت سره دنده ترسره کړې ده.

Rueters / kh-wa