د مکسیکو د اور لوبو تجهیزاتو په بازار کې چاودنه
۱۳۹۵ دی ۱, چهارشنبهد ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغه چاودنه د سه شنبې په ماسپښین د مکسیکو د اور لوبو سامان د خرڅلاو په مشهور مارکیټ «سان پابلیتو» کې رامنځ ته شوې ده. دغه مارکیټ د پلازمینې مکسیکو سيټي، شمالي څنډه ته پروت دی.
په دغه مارکیټ کې د اور لوبو تجهیزاتو زیاتره غرفې په بشپړه توگه له منځه تللي دي.
په تولتپیک، کې د بیړنیو خدماتو مشر ایسدرو سانچیس ویلي دي چې د وژل شوو کسانو شمیر مقدماتي دی، ځکه تر اوسه لاري ټول ځايونه نه دي پلټل شوي. هغه ویلي دي چې ښایي د پوره امنیتي تدابیرو نشتوالی د چاودنې سبب گرځیدلی وي. په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ م کلونو کې هم په دغه مارکیټ کې اور لگیدلی وو.
د عامه ساتنې ملي همغږي کوونکي لویس پوینته، د ټولنیزو شبکو له لارې ویلي دي چې په چاودنه کې شا او خوا ۶۰ کسان ټپیان شوي هم دي. هغه ویلي دي چې مارکیټ ته څیرمه کورونو ته هم زیان اوښتی دی او له خلکو یې غوښتي ول چې تر پنځه کیلومترۍ پورې د چاودنې ځای ته ور نه شي، څو د بیړنیو چارو مخه و نه نیول شي.
د مکسیکو سره صلیب د پیښې ځای ته لس امبولانسونه چې پکښې ۵۰ تنه روغتیايي کارکوونکي ول، لیږلي دي.
د مکسیکو ولسمشر اینریکه پینا نیتو، د تويتر له لارې په پيښه کې د وژل شوو کسانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې ده او د ټپیانو له پاره یې د ژر روغتيا هیله ښوولې ده.