1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د مهاجرینو د ملاتړي فرانسوي فعال د قتل په تور افغان نیول شوی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

د فرانسې څارنوالان وايي چې د دې هیواد په شمال کې د یوه وتلي فرانسوي فعال چې له مهاجرینو سره یې مرسته کوله، د قتل په تور پولیسو یو افغان نیولی دی. د معلوماتو له مخې دغه فعال په خپل کور کې تر وهلو وروسته وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3cC7I
Frankreich Chirurg soll hunderte Kinder missbraucht haben
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Mori

د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۱۳مه نیټه) په فرانسه کې څارنوالانو وویل چې د دې هیواد پولیسو د یوه فرانسوي فعال د قتل په تور یو افغان تبع نیولی دی. د څارنوالانو په خبره د مهاجرینو سره مرسته کوونکی فرانسوی فعال د دې هیواد په شمال کې په خپل کور کې تر وهلو ډبلو وروسته په قتل رسیدلی دی.

د معلوماتو له مخې بریدګر د فرانسې په شمال کې د چیربورګ بندري سیمې ته څیرمه د بریتویله په نامه سیمه کې د ژان دوسینه کور ته داخل شوی دی او بیا یې هغه څو ځله په یوه تیره وسیله باندې وهلی دی. د چیربورګ څارنوال، یویس لی کلیر د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې داسې ښکاري چې بریدګر د دوسینه کور ته د هغه د وژلو په هدف داخل شوی دی.

لي کلیر وویل چې تورن کس د پلټنو پرمهال په خپل جرم اعتراف کړی خو د خپل دغه کار د دلیل په هکله یې معلومات نه دي ورکړي او د قرباني کس سره د اړیکې په هکله یې هم څه نه دي ویلي. د معلوماتو له مخې ۶۳ کلن ژان دوسینه د ځايي مهاجرینو سره د مرستې له پاره د ۲۰۱۶م کال راهیسې د ایټینیرانس په نامه د یوه سازمان مشري پر غاړه لرله او همدا راز یې په خپل کور کې هم د مهاجرینو کوربتوب کوو.

تورن کس د شپږو هغو مهاجرینو له لوري تر تعقیب لاندې ونیول شو چې د دوسینه په کور کې یې ژوند کوو. دغو کسانو بیا وروسته پولیسو ته جوته کړه چې بریدګر په دې کور کې ژوند نه کوو.

د فرانسې شمال د مهاجرینو د راتګ له پاره مهم مرکز شمیرل کیږي. په دغه سیمه کې میشت زیاتره مهاجرین د جګړه ځپلو سیمو څخه راتښتیدلي او زیاتره یې بریتانیا ته د تګ په هڅه دي.