1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د ویش له پاره نوي «اصول»

۱۳۹۸ مرداد ۱, سه‌شنبه

له هغو مهاجرو سره باید څه وشي چې اروپایي اتحادیې ته راځي؟ د فرانسې ولسمشر اعلان کړی دی چې د اروپایي اتحادیې۱۴هیوادونه اصولاً د ویش پر یوه اتوماتیک میکانیزم باندې راضي شوي دي.

https://p.dw.com/p/3MZnL
Seenotrettung im Mittelmeer Alan Kurdi
انځور: picture-alliance/dpa/F. Heinz

د اروپايي اتحادیې نیمایي غړي هیوادونه اصولاً د آلمان – فرانسې له لوري د یوه وړاندیز په حق کې دي چې د دغې اتحادیې پر غړو باندې د مهاجرو د ویش یو نوی میکانیزم په پام کې لري.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د دوشنبې په ماښام په پاریس کې وویل چې دا د اروپایي اتحادیې د ۲۸ غړيو هیوادونو د بهرنیو او کورنیو چارو د وزیرانو د غونډې پایله ده.

تر دې دمخه ماکرون د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسار فیلیپو ګراندي او د مهاجرت د نړیوال سازمان (آی او ام) له مشر انتونیو ویتورینو سره ملاقات کړی وو.

Frankreich Informelles Ministertreffen zur Seenotrettung in Paris
د فرانسي ولسمشر ایمانویل ماکرون (په انځور کې منځنی کس) د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي کمیسار ګراندي (د ماکرون ښي اړخ ته) او د مهاجرت د نړیوال سازمان له مشر ویتورینو (کیڼ لاس ته) په پاریس کې ولیدلانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Euler

اته «فعال» هیوادونه

که څه هم ماکرون د ویش د نوي میکانیزم په هکله جزئیات په ډاګه نه کړل، خو ویې ویل چې دغه نوی نوښت به «چټک» او «اتوماتیک» وي. له ۱۴ هیوادونو څخه اتو هیوادونو د «فعاله» ونډې اخیستو ډاډ ورکړی دی چې د آلمان او فرانسې تر څنګ پکې پرتګال، آیرلنډ، فنلنډ، لیتوانیا، کروشیا او لوګزمبورګ شامل دي.

ګراندي او ویتورینو ویلي دي چې مشورې هیله بخښونکي دي: «په دې وضعیت کې ګډ اقدامات د ټولو په ګټه دي.» د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس «مرستو ته چمتو کسانو له ائتلاف» څخه یادونه کړې.

د ايټاليا مقاومت

ایټاليا د پلان شوي «د پیوستون میکانیزم» پر ضد مقاومت اعلان کړی دی. د ایټاليا د کورنیو چارو وزیر متیو سلویني، چې د پاریس په غونډه کې یې ګډون نه وو کړی، د هغو پریکړو له عواقبو څخه خبرداری ورکړی دی چې «یوازې په پاریس او برلین» کې تر سره کیږي.

Italien Kundgebung von neuer Rechts-Allianz in Mailand | Matteo Salvini
ایټالیې د مرستندویه سازمانو د کښتیو پر وړاندې خپل بندورنه تړلي ديانځور: Reuters/A. Garofalo

ایټاليا له مالتا سره په ګډه د دې غوښتنه کړې ده چې د مهاجرو د اصلي ټاټوبو په ګاونډیو سیمو کې داسې مرکزونه رامنځ ته کړل شي چې د هغو کسانو هویت تثبیت کړي چې خپل ټاټوبي پریښودل غواړي.

wa/nob sr/nz (rtr, afp, dpa)