«د مهاجرو د بحران جواب بايد مشترک پوځ وي»
۱۳۹۴ دی ۶, یکشنبهد آلمان د مسيحي ډيموکراټ CDU ګوند سياستوال او د آلمان د مالي چارو وزير ؤلفګانګ شويبله ويلي چي د اروپايي مشترک پوځ ممکنه جوړېدل به د سپما سبب سي. هغه ويلي چي د پناه غوښتونکو بحران د زښتو زياتو مصارفو او لګښتونو سبب سوی او له همدې کبله د مشترک اروپايي پوځ جوړول بايد هدف وګرځول سي.
شويبله ويلي: «موږ به مجبوره يو چي د مشترکو اروپايي دفاعي فعاليتونو له پاره زيات لګښتونه وکړو.» نوموړي دا څرګندونې د آلمانۍ مجلې «بِلډ ام زونټاګ» سره په خبرو کي کړي دي. شويبله ويلي چي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو امنيتي سياست بايد قدم په قدم سره يو ځای سي.
د آلمان د مالي چارو د وزير زياته کړې: «بالآخره زموږ هدف بايد همدغه وي چي يو مشترک اروپايي پوځ رامنځ ته کړو.» نوموړي د خپلي دغي غوښتني له پاره دليل وړاندي کړی چي «که موږ د ۲۸ غړو هيوادونو پر پوځونو لګول کېدونکي لګښتونه پر صرف يو پوځ ولګوو نو به دغه لګښتونه زيات مؤثره وي.».
«په بحراني سيمو کي اروپايي فعاليتونه»
د آلمان د کابيني دغه سابقه داره وزير د نړۍ په بحراني سيمو کي د اروپايي اتحاديې د لا زياتو مشترکو فعاليتونو غوښتونه کړې ده. هغه زياته کړې «دا د آلمان له پاره دا معنی لري چي، موږ (آلمان) به د بهرنيو چارو او امنيتي چارو په سياست کي تر هغه زيات ښکېل سو، چي زموږ ښايي خوښه وي.»
د شويبله په وينا «په نژدې او منځني ختيځ کي به موږ تر هغه وخته ټيکاو رامنځ ته نه کړلای سو تر څو چي اروپا هلته قوي فعاليت ونه لري.» د شويبله په خبره همدغه خبره د افريقا له پاره هم صدق کوي.