«د مهاجرو د ادغام په برخه کي پانگونه گټه لري»
۱۳۹۵ دی ۲۹, چهارشنبهدا خبره د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۸ نیټه)په نورنبیرگ کي د کار د بازار او مسلکي تحقیقاتو انستیتوت (IAB) او اقتصادي تحقیقاتو انستیتوت (DIW ) په یوه رپوټ کي راغلې ده. د رپوټ پراساس هغه ۳،۳ ميلیارده یورو چي په ۲۰۱۵م کال کي د مهاجرو ته د ژبي د زده کړي او تعلیمي برخه کي مصرف سوي دي، تر ۲۰۳۰م کال پوري به د شاوخوا ۱۱ ميلیاردو په اندازه مالي مصارف راکم کړي.
د څیړونکو د تحلیل له مخي به لس کاله وروسته د مهاجرو الماني ژبه ډیره ښه سي او تر اوس به ۶۶ سلنه لوړه سي. په دې ډول سره به که هغوی ته د نوور مسلکي او تعلیمي امکاناتو زمینه هم برابره سي، د هغوی مسلکي فراغت سندونه به هم ۳۳ سلنو ته ورسیږي. په دې سره به ټولنيز مصارف راکم او د مالیاتو د زياتېدو سبب به وگرځي.
د کار د بازار څیړونکي سربیره پردې مشوره ورکوي چي د مهاجرو له پاره د ادغام او ژبي کورسونه او همدارنگه تعلیمي امکانات نور هم پراخ سي. خصوصاً دهغو پناه غوښتونکو له پاره چي لا یې پروسې په جریان کي دي او په جرمني کي یې د پاتېدو چانس ډیر دی. خو په خبره یې متأسفانه اوس هم ډیرو مهاجرو ته د هغوی د پناه غوښتني د پروسې ترتکمیلیدو پوري دغه امکانات نه برابریږي.
نور مطالب: