1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت په اړه د میرکل د مشهوري جملې پنځم کال

۱۳۹۹ شهریور ۱۰, دوشنبه

پنځه کاله مخکې په دغه ورځ د آلمان صدراعظمې د مهاجرت بحران په اړه وویل: «موږ یي تر عهدې وتلی شو.» هورست زیهوفر چې په هغه وخت کې د میرکل د مهاجرت سیاست منتقد وو، په دې باور دی چې د دې جملې مهمې برخې عملي شوي دي.

https://p.dw.com/p/3hoCO
Bildergalerie Seehofer Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

وروسته له پنځو کلونو د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د مهاجرت د سیاست په اړه د صدراعظمې انګلا میرکل د هغې ادعا چې «موږ یي تر عهدې وتلی شو» مثبت بیلانس وړاندې کړی دی.

زیهوفر د «اوګسبورګر الګیماینه» ورځپاڼې ته وویل: «موږ د مهاجرت بحران تر کنترول لاندې راوست. ننۍ وضعه له پنځه کاله مخکې وضعیت څخه ډیر توپیر لري چې موږ په ځینو مواردو کې د وضعیت کنترول له لاسه ورکړی وو.»

زیهوفر زیاته کړه: «موږ بیرته نظم راوست او په عین وخت کې مو بشردوستانه عمل ترسره کړ». نوموړي په عین وخت کې ټینګار وکړ «خو زه پرخپله دې خبره ولاړ یم چې موږ د مهاجرت مسئلې له پاره یوه اروپایي حل لارې ته اړتیا لرو.»

د هغه په خبره د مهاجرت کړکیچ په اوږدمهال کې یوازې د یوې باثباته اروپایي حل لارې په وسیله د کنترول وړ دی: «موږ به د آلمان له خوا د اروپايي اتحادیي د شورا مشرۍ په دوره کې خپل ټول توان په کار واچوو، څو د مخ پر وړاندې پر لور واضح ګامونه پورته کړو.»

زیهوفر وویل: «موږ باید د غړو هیوادونو اندیښنې جدي ونیسو، خو دا هم باید په یاد ولرو چې اروپا ډیر پيوستون او لږې خودخواهۍ ته ضرورت لري.»

د دغه لوړپوړي آلماني چارواکي په خبره یوه ګډه اروپایي حل لاره څو باثباته ستنو ته اړتیا لري: «موږ باید د مهاجرو مبدا هیوادونو ملاتړ وکړو، څو دغه انسانان په خپلو هیوادونو کې راتلونکې ولري. د دې تر څنګ موږ له دغو هیوادونو سره یوې موافقې ته اړتیا لرو، چې دوی خپل ستانه کړای شوي پناه غوښتونکي بیرته ومني.»

نوموړی په دې باور دی چې اروپا ته مهاجرت باید تنظیم شي: «موږ اروپا ته د قانوني مهاجرت حل لارې ته اړتیا لرو. موږ په آلمان کې د مسلکي ځواک د مهاجرت قانون تصویب کړی دی او زه هیله لرم چې داسې یو کار د اروپا په کچه هم ترسره شي.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیر د خپلو توضیحاتو په ترڅ کې وویل کله چې یو کس د اقتصادي دلایلو پر اساس مهاجرت وکړي او دا ثابت کړای شي چې کارځای یعنې یو پوست یي ځاتنه پيدا کړی دی، دا باید بې له دې چې د پناه هندګۍ له قانون څخه تیر شي، آروپا ته د قانوني راتګ امکان ولري.»

سربیره پر دې د هغه په خبره دا پریکړه باید د اروپایي اتحادیي په باندنیو سرحدونو کې وشي چې آیا یو پناه غوښتونکی د قبلیدو چانس لري او که نه.

زیهوفر ټینګار وکړ هغه مناقشه چې د ده او میرکل ترمنځ د مهاجرت سیاست پر سر رامنځته شوې وه، د دوی پر شخصي ارتباطاتو یي کوم تاثیر نه دی کړی: «یو ځل باید سړی په سیاست کې د ۲۰۱۵م کال په څیر شخړه هم وزغمي.»

هغه وویل: «دغه شخړې نه شي کولی په دې کې تغیر راولي چې موږ ډیر ګډ د بریالیتونونو کلونه او لاسته راوړنې دلودلي دي.»

میرکل دقیق له نن څخه پنځه کاله مخکې د اګست میاشتې پر ۳۱ نیټه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې آلمان ته په ډیر لوړ شمیر کې د پناه غوښتونکو د راتګ هجوم په پام کې نیولو سره دا جمله چې «موږ یې تر عهدې وتلی شو» ویلې وه، کوم چې په یوې مشهورې جملې، خو په عین وخت کې د آلمان په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې پر یوه شخړیز بحث اوښتی وو.

آژآنسونه: ش.ن/ ن.ز