د مهاجرت قانون په دویمه بسته کې د شخړیزې موضوع د حل هڅې
۱۳۹۴ بهمن ۱۸, یکشنبهد آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند شټیفن رولکه، نن د یکشنیې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د آلمان ائتلافي گوندونه غواړي چې د راتلونکي اونۍ په پیل کې د قانوني سن ته د نه رسیدلو بې سرپرسته کډوالو د کورنیو راتگ بندیدو پر شخړېزې موضوع یوې موافقې ته ورسیږي.
د آلمان له مسیحي دیموکرات گوند څخه د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر او د سوسیال دیموکرات گوند څخه هایکو ماس، غواړي دغه موضوع په روښانه توگه مطرح کړي.
اساسي موضوع د حفاظتي تدابیرو په شکل له مالي مرستو سره د کم عمره او یوازې راغلو مهاجرو د کورنیو د راتگ تنظیمول او شمیر د معلومولو موضوع روښانه کول دي.
اټکل کیږي چې د دغو دواړو مشرانو تر منځ خبرې اترې به د دوشنبې یا سه شنبې په ورځ ترسره شي. د دغو خبرو اترو انگیزه آلمان ته د مهاجرو د کورنیو راغوښتنې د بندولو او همدرانگه تر دوو کلونو پورې د مالي مرستو محدودولو اړوند د مهاجرت د دویمې بستې د قانون تصویبیدل په گوته شوي دي.
د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل د کابینې له خوا د مهاجرو د دویمې بستې په تصویب شوي متن کې دا روښانه شوې نه ده چې قانوني سن ته د نه رسیدلو مهاجرو مور پلار دې استثنی ولري، کوم چې په ائتلافي حکومت کې د سوسیال دیموکرات گوند یې غوښتنه کوي.
په همدې دلیل اوس په دې گوند کې د پناهندگۍ د دویمې بستې په هکله د نظر اختلاف وجود لري. د ARD تلویزونې رسنې د رپوټ پر بنسټ د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند مشر زیگمار گابریل هم د قانون له دغې طرحې څخه فاصله نیولې.
گابریل ویلي دي چې د دغه قانوني مسودې په پیش نویس کې مخکې راغلي ول چې هغه مهاجر کوم چې قانوني سن ته نه وي رسیدلي او یوازې آلمان ته راغلي دي د خپلې کورنۍ د غړو د غوښتنې په برخه کې له دغه محدودیت څخه مستثنی دي.