د منځني ختيځ د سولي د پروسې د بيا راژوندي کولو هلي ځلي رواني دي
۱۳۸۸ مهر ۱, چهارشنبهظاهراً صميميت ، ليکن په موضوع کښي جديت . ددرو مشرانو په کوچنۍ سرمشريزه کښي خبره پر عادي صميميت نه ، بلکه داده چه د امريکا دمتحده ايالاتود جمهوررييس بارک اوباما حوصله نوره نو د اوسنۍ محاصرې سره چه د منځني ختيځ د سولي د پروسې په مقابل کي د کلوکلو موجوده ده ، ختمه ده . دی وايي،
« هغه وخت رارسيدلی دی چه نرمش ،يو دبل سره پوهيدل او د سازش دپاره تياری ښوول په اثبات ورسيږي ، تر څو مشترک هدفو نه تر لاسه سي . »
د اوباما د خبرو مطلب بنيامين نيتانياهو او محمود عباس ؤ . پر دې خبره دډيره وخته شک او ترديد موجود دی ،چه اسراييليان او فلسطينيان به خبرو ته جدي کښينستلي وي .
د پخواني طرز تفکر څخه چه د سولي په خبرو کښي يو قدم مخته او دوه شاته وي ، بايد راوګرزول سي ، ځکه چه په منځني ختيځ کښي سوله نه يوازي د منطقې ،بلکه د امريکاد متحده ايالاتو او ټول جهان په ګټه هم ده .
بارک اوباما وايي،
« پر ټولو خبرو ، تاريخي موضوعګانو او بې اعتماديو سربيره بايد موږ د سولي په پروسه کښي د پرمختګ يوه لار پيدا کو . »
بارک اوباما مخکي تر دې چه ددواړو سره په ګډه خبري وکي ،اول يې په جلا جلا ډول د جمهوررييس محمود عباس او صدراعظم بنيامين نيتانياهو سره وکتل ،او کوښښ يې وکۍ چه يو ګډ دريز پيدا کي . دا اوله پلا وه چه دغو درو سياستمدارانو په ګډه سره خبري وکړلې .
تر هغه وروسته چه د اسراييلواو فلسطينانو تر منځ د بارک اوباماد خاص نماينده جورج ميچل د يوې اونۍ منځګړيتوب د ناکامۍ سره مخامخ سو ،او هيڅ شی يې پلاس رانه وړل ، واشنګټن کوښښ وکۍ،هغه يو څه نرم وښيي . په همدې خاطر بارک اوباما غواړي پر دواړو خواوو باندي فشار ډير کي . دي وايي ،
«د امريکا متحده ايالاتو په منځني ختيځ کښي د يوې عادلانه ، دوامداره او هر اړخيزه سولي تر شا ولاړه ده . » دده حکومت به بيا هم ددوو دولتو د حل پر موضوع باندي کار وکي ،چه مطمينأبه په دغه حل سره اسراييليان او فلسطينيان په سوله او امنيت کښي سره ژوند وکولاي سي . بارک اوباما اضافه کړل چه مګر دا لازمه ده چه دواړه خواوي د يوه حل پر عاجل ضرورت باندي په ګډه سره کار وکي .
د امريکا هدف دادی چه د خبرو ميز ته د بيرته کښينستلو په خاطر ددواړو خواوو دپاره يو اساس پيدا سي ، تر څو په خپلو منځو کښي د شخړو په حلولو کښي سره نژدې سي . په دغو اساساتو کښي د راتلونکي سرحد تعينول ، د بيت امقدس موقف ،د فلسطيني مهاجرينو بيرته تګ او د يهودي ناقلينو آينده شامل دي . بارک اوباما په آخره کښي وويل ،
« ټول پر دې موافق دي ، چه دا آسانه خبري ندي . خو موږ سره راټول سوي يو ،ځکه چه دا يوازنۍ سمه لار ده . »ده خپلي خارجه وزيره هيلاري کلينتن او خاص نماينده جورج ميچل ته وظيفه ورکړل ،چه د سولي پروسه پر مخ بوزي ،او د اکتوبر تر نيمايي پوري ده ته معلومات ورکي.
Schmidt, Thomas/ محمد قاسم نوري
کتونکی. زيارمل