د مني او ژمني تر منځ وختونو کې د آلمانانو مصروفیتونه
د نوامبر میاشتې له پيلیدو سره په آلمان کې د سړې هوا دودیزي ښکلاوي هم را برسیره کیږي. د موسم له بدلیدو سره سم د آلمانانو مصروفیتونه هم بدلون مومي. په یوه انځوریز رپوټ کې پر دغو سرګرمیو نظر اچوو.
د کارنیوال پرانیسته
د راین سیند پر غاړه د کوبلنځ، مائنس، بون، کولون او دوسلدورف په څیر ښارونو کې کارنیوال په لیدو ارزي. دغه څو ورځنی کارنیوال چې د اکتوبر میاشتې پر یولسمه پيلیږي وروستۍ دوشنبه یې ډیره مهمه ورځ وي. دې ورځ ته «روزن مونټاګ» یا ګلابي دوشنبې وایې.
د غوزو لوبه
کله چې دغه نصواري رنګه غوزان د مني په موسم کې له ونو رالوېږي، ماشومان یې د لوبو له پاره را ټولوي. دوی له دغو غوزانو څخه د مختلفو حیواناتو په څیر شکلونه جوړوي او ساتیري پرې کوي.
د اوبړیو موسم
په آلمان کې د یخنۍ موسم تر ټولو په زړه پوري برخه شاید هم دا وي. که د یو چا بخت کار وکړي په دې موسم کې د مرخیړیو(پوڅکيو) مختلف ډولونه موندلی شي. آلمانان عموماً د مرخړیو مختلف ډولونه او انواع پيژني. د پوڅکيو ځنې ډولونه زهرجن هم وي.
پر زیړو پاڼو سیل بیل خوند لري
اکثره آلمانان د مني په موسم کې تر غرمې وروسته په ځنګل کې د رنګارنګه پاڼو له ښکلا څخه د خوند اخیستلو په موخه تر کور د باندي وځي. له ونو څخه لویدلي پاڼې د سړک یوې غاړي ته راټولیږي، تر څو وروسته یې بیا د کثافاتو موټر پورته کړي. پر دغو پاڼو ګرځیدل د ماشومانو له پاره ډیر په زړه پوري وي.
د ګرمو اوبو حوض
د ګرمو اوبو په حوض کې د لمبیدو پخوانی دود د آلمانانو له پاره ډیر مهم دی. که څه هم په آلمان کې د ګرمو اوبو حوزونه یا سوئمنګ پولز په ټول کال کې خلاص وي، خو د بهرنې هوا په سړیدو سره دوی د دغو حوضونو له حرارت درجې څخه ډیر خوند اخلي.
د ځان ګرم ساتلو وسایل
آلمانان کوښښ کوي چې خپلو ماشومانو ته له سره تر پښو پوري له اوون تار څخه جوړ شوي جامې واغوندي. ځيني آلمانان پخپله هم له دې ډول تار څخه جوړ شوي لباسونه کاروي. که څه هم له دې تار څخه جوړو شویو جامو بیه لوړه وي، خو له دې امله چې طبیعي، دوامداره او چاپيریال ته زیان نه لري، نو په دې برخه کې ډیره پانګونه کیږي.
د مرکز ګرمیو لګول
د هوا له سړیدو سره سم آلمانان کوښښ کوي خپل کورونه ګرم وساتي. که څه هم اوس په آلمان کې د کورونو د ګرم ساتلو له پاره له ګازو څخه کار اخيستل کیږي. خو اوس هم په آلمان کې یو شمیر داسې پخواني کورونه موجود دي چې د ډبرو سکرو او یا هم لرګیو په وسیله ګرمیږي.
کور ګرم وساتئ خو کړکۍ خلاصې کړئ
په آلمان کې د مرکز ګرمۍ تر لګولو وروسته، پر سختې سړۍ هوا سربیره هره ورځ د څو دقیقو له پاره کړکۍ ګانې خلاصې پریښودل کیږي. دا په ځانګړي توګه په رطوبت درلودونکو کورونو کې د پوپنګ رامنځته کیدو څخه د مخنيوي له پاره اړين ګڼل کیږي.
پر ادونت کلیندز یا کلیزه ارقام
که څه هم دغه ځانګړې جنتري له عیسوي اختر یا کریسمس څخه مخکې د څلیرویشتو ورځو د شمیرنې له پاره کارول کیږي. خو د آلمان په سوپر مارکیټونو او لویو مغازو کې لا د اکتوبر له میاشتې څخه لیدل کیږي.