د ملگرو ملتونو پر موټر بريد کې وژل شوی بهرنی، امريکايی دی
۱۳۹۸ آذر ۶, چهارشنبهمايک پمپيو د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت په ودانۍ کې خبريالانو ته وويل: «د ملگرو ملتونو د هغو کارکوونکو په نخښه کول چې له افغانانو سره مرسته کوي د درک وړ نه دي او موږ دا بريد په شدت سره غندو.»
د يکشنبې په ورځ يوه افغان چارواکي ويلي ول چې په کابل کې د ملگرو ملتونو پر يوه موټر د لاسي بمونو په بريد کې يو بهرنی وگړی هم وژل شوی دی. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوه وياند په بريد کې د پنځو تنو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی وو.
د ارگ له خوا په خپره شوې يوه اعلاميه کې ولسمشر غني د ملگرو ملتونو پر کار کوونکو دا بريد غندلی وو او اړوندو ارگاونونو ته یې د پیښې د عاملينو د پيژندلو او مجازات امر کړی وو. غني همداراز امنيتي ارگانونو ته لارښوونه کړې وه چې د بهرنیو اتباعو او په ځانګړې توګه هغو کسانو چې په افغانستان کې بشري مرستې برابروي، د امنیت د ټینګولو په موخه تدابیر ونیسي.
bs/ms (rtr)