د ملگرو ملتونو عمومي منشي په کابل کې دی
۱۳۸۶ تیر ۸, جمعهاعلان
نوموړي په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته له کرزي سره د عکاسانو په وړاندې روغبړ وکړ او بيا د خبرو اترو په موخه ورننوتل. دا دواړه به په راتلونکي اونۍ کې د افغانستان په اړه د يوې نړيوالې غونډې په ترڅ کې په ايټاليا کې سره وويني تر څو په هېواد کې د قانون د حاکميت او د بشر د حقونو په هکله خبرې وکړی. ښاغلي بن کي مون همداراز د ناټو د ايساف ځواکونو قوماندان جنران دېن مک نيل سره وکتل. ټاکل شوې ده چې دی به د جمعې په ورځ بېرته ستون شي.