د ملگروملتونو او اروپايي ټولنې د تروريستانو لستونه
۱۳۸۷ فروردین ۲۹, پنجشنبهد اروپايي شورا ځانگړي راپورترډ يک » مارټي « د ملگرو ملتونواواروپايي ټولنې لخوا د جوړوشويولستونوپه هکله خپل راپور تېره اوونۍ اروپايي شوراته وړاندې کړاوپه هغه کې يي پرملگروملتونواواروپايي ټولنې باندې د خپل سرۍ اوبې قانونۍ تورلگولی دی.
هغه څوک، چې نوم يې په دغولستونوکې ليکل شوی، فيصله دی. دا د ډيک » مارټي « د راپوراصلي ټکی دی. د ملگروملتونواواروپايي ټولنې په تورولستونوکې د گماني تروريستانواوټولنونومونه ليکل شويدي:
د څه باندې سلواسلاميستي ټولنواوڅه باندې درې سوه اوپنځوس تنومسلمانانونومونه.
د تروريست بې ځايه گمان او د هغه پايلې
ډيک » مارټي « په خپل راپورکې وايي:» مونږداسې پېښې مستند کړي، چې د خلکونومونه له شپږوکلونو راهيسې په دغولستونوکې ليکل شوي. پردغووگړوباندې د هيڅ شي تور نشي لگول کېدای اوهيڅ شی هم ورباندې ثبوتېدلای نشي.
سره لدې هم تراوسه پورې لا په دغولستونوکې دي، هغه څه، چې د هغوي د ټولنيزمرگ معنی لري. يعنې، هغوي تجريد دي، نورله هيڅ يوې پولې نه نشي تېرېدلای او هرڅه چې يې په ژوند کې جوړکړيدي، له مېنځه تللي. «