د ملکي افغانانو په وژنه تور پولنډي عسکر محاکمه کيږي
۱۳۹۳ اسفند ۲۰, چهارشنبه
په دوهمه محکمه کي پر دغو څلور تنو پولنډي عسکرو باندي چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو په چوکاټ کي ئې دنده لرله د جنگي جنيتکارانو تور لگول سوی دئ.
دغو عسکرو د ۲۰۰۷م کال په اگست مياشت کي د پکتيکا ولايت په ننگرخېل کيلي کي د يوه واده شپږ تنه مېلمانه وژلي دي. په وژل سوو کي درې تنه کوچنيان هم شامل ول.
تورنو پولنډي عسکرو ويلي دي چي دوی هغه مهال په دغه کلي کي فيرونو واورېدل او فکر ئې وکړ چي پر دوی باندي د طالبانو له خوا فيرونه وسول.
د پولنډي عسکرو پرضد د جنگي جنايتونو په لومړۍ محکمه کي چي په ۲۰۱۱م کال کي جوړه سوې وه ۱۱ تنه عسکر ول خو وروسته بيا ۷ تنه تورن عسکر د کره شواهدو د نه سته والي په خاطر بې گناه وبلل سول.
تردې يو کال وروسته بيا د پولند ستري محکمې لارښوونه وکړه چي د څلورو تنو عسکرو محاکمه دي پيل سي. د محکمې پرمهال ټولو عسکرو خپل ځانونه بې گناه بللي دي.
د عسکرو مدافع وکيل ويلي دي چي د پنجشنبې په ورځ به خپله دفاعيه وړاندي کړي.
دا چي د محکمې حکم به څه مهال اعلان سي تر اوسه پوري لا معلومه نه ده.