1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملي روغي جوړې شورا د غړو نوملړ اعلانېدل خو، غبرګونه هم لري

۱۳۹۹ شهریور ۹, یکشنبه

ولسمشر غني د ملي روغي جوړې شورا د جوړېدو هغه فرمان لاسلیک کړی، چې پکې د دې شورا د غړو نومونه مشخص شوي دي. په دې نوملړ کې د حامد کرزي په ګډون پخواني جهادي مشران، د حکومت یوشمېر برحال چارواکي او ځیني نور سیاستوال شامل دي.

https://p.dw.com/p/3hloi
Afghanistan Loya Jirga in Kabul
آرشيفانځور: DW/G. Adeli

خو د دغه لیست پروړاندې غبرګونونه څه دي؟

د ملي روغي جوړې شورا په نوملړ کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د دې شورا د مشرتابه پلاوي د غړي په توګه غوره شوی، خو ښاغلي کرزي دا غړیتوب نه دی منلی. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي:

«پخوانی جمهور رئیس به د سولې لپاره خپله هڅه او کوښښ د ګران هېواد د یو وګړي په توګه جاري وساتي او دې ملي مرام ته د رسېدو لپاره به خپل ټول توان وکاروي خو په هېڅ حکومتي تشکیل کې به برخه وانخلي.»

د ارګ په اعلان شوي لیست کې حاجي عزیزالله دین محمد هم د ملي روغي جوړې شورا د مشرتابه پلاوي د غړي په توګه ګمارل شوی.

نوموړي دویچه ویله ته په دې شورا کې له خپلې ګمارنې رضایت وښود، خو زیاته یې کړه چې دغه لیست باید د شورا د مشر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ تر موافقې وروسته خپور شوی وای.

حاجي دین محمد چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې له ښاغلي عبدالله ملاتړ کړی، زیاته کړه چې تر پرونه هم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د دغه نوملړ پرسر خبرې روانې وې.

له ښاغلي دین محمد وپوښتل شول چې ایا ښاغلي عبدالله له دغه لیست سره هوکړه کړې؟ ده په ځواب کې وویل:

«زه معلومات نه لرم چې ډاکټر صاحب عبدالله له دغه لیست سره موافقه کړې او کنه، خو ښه به وه چې موافقه اخېستل شوې وای او پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم باید د دغه بهیر سره همکار پاتې شي.»

د پخواني ولسمشر حامد کرزي سربیره د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم هم د ملي روغي جوړې شورا د مشرتابه پلاوي په غړو کې راغلی.

د دغه ګوند یوه غړي سیف الرحمن حبیبي دویچه ویله ته وویل:«حکمتیار په هغو شوراګانو کې ګډون نه کوي چې د تصمیم واک یې له حکومت او یا هم خارجیانو سره وي.»

په دې لیست کې د اسلامي اتحاد ګوند مشر عبدالرب رسول سیاف، د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم، د حزب وحدت مشر کریم خلیلي، د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني، د ولسي جرګې پخواني مشر یونس قانوني او یوشمېر نورو سیاستوالو نومونه هم شته، خو هغوی تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی. د دې شورا د غړو او تشکیلاتو په اړه د ولسمشر په فرمان کې راغلي:

«د ملي روغي جوړا شورا دنده لري، چې د یوې اونۍ په ترڅ کې د دیني عالمانو، د ملي شورا غړو، د ولایتي شوراګانو د غړو، خصوصي سکتور، د سولې د مشورتي لویې جرګې د غړو، د سولې د پخوانۍ عالي شورا د استازو، سیاسي او ټولنیزو مطرحو شخصیتونو او د رسنیو منتخبو استازو په ګډون د یادې شورا د عمومي مجمع د غړو لیست ترتیب او نهايي کړي.»

د ارګ په فیسبوک پاڼه د دغه فرمان خپراوي ته عامو افغانانو او ځوانانو هم کلک غبرګون ښودلی دی.

د عبدالصمد فورملي په نوم یو فیسبوک چلونکي په خپله تبصره کې لیکلي:

«محترم ولسمشر صاحب! ځوانان چې د افغانستان د وګړو ۶۵ سلنه جوړوي، هره ورځ وژل کیږي او دغه راز د هېواد د پولو ساتنو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي، د هغوی رول او ځای ځایګی چېرې دی؟»

د ملي روغي جوړې يا مصالحې شورا د ولسمشر غني او د هغه د ټاکنیز سیال عبدالله ترمنځ له ټاکنیزو ناندریو وروسته د عبدالله عبدالله په مشرۍ رامنځته شوه، خو د دې شورا تشکیلات تراوسه نه دي بشپړ شوي.

په دې اړه سیاسي هوکړه لیک کې د شورا مشري سربیره عبدالله ته په حکومت کې ۵۰ سلنه ونډه هم ورکړل شوې ده.

اسماعیل شاکر – کابل