1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو په تيرو دوو اونيو کې ۸۹ ملکيان وژلي»

۱۳۹۹ خرداد ۲۴, شنبه

د افغانستان د ملی امنيت شورا وايي چې په تيرو دوو اونيو کې ۲۳۹ تنه ملکيان د طالبانو په بريدونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي. دغه شورا وايي د سولې په مذاکراتو کې د پرمختک سربيره، طالبان تاوتريخوالو ته ادامه ورکوي.

https://p.dw.com/p/3diYU
Javid Faisal Parlamentskandidat aus Kandahar
انځور: Privat

د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د پيليدو په برخه کې د شوو پرمختګونو سربيره، داسې ښکاري چې طالبان لا هم خپلو حملو ته ادامه ورکوي. د افغانستان د ملي امنيت شورا نن (شنبه د جون ۱۳مه) د طالبانو د تاوتريخوالو له ادامې څخه خبر ورکړ.

 د دغې شورا وياند، جاويد فيصل وايي چې په وروستيو دوو اونيو او د اختر ورځو په شمول، د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې ۸۹ ملکيان د طالبانو په بريدونو کې وژل شوي او ۱۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي: «وسلوالو طالبانو د روژې مياشتې وروسته، د اختر په ورځو کې هم د خلکو عام وژنې ته ادامه ورکړه.»

د امنيت شورا د رپوټ پر اساس، د دغو ملکيانو له ډلې څخه ډیری يې د طالبانو د سړک غاړې ماينونو په چاودنو او مخامخ حملو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي. ملکيانو ته تر ټولو ډيره مرګ ژوبله په کابل، کندهار او سرپل ولایتونو کې اوښتې ده.

د امنيت شورا، د ملکيانو هدف ګرځول د ديني، مذهبي او جنګي اصولو او موازينو سره په ټکر کې بولي او ټينګار کوي چې وسلوال طالبان په دوامداره توګه پر دغه ډول کړنو لاس پورې کوي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا زياته کړې، چې طالبان په داسې حال کې د ملکيانو پر ضد خپلو حملو ته ادامه ورکوي چې د سولې خبرو اترو د پيل له پاره پرمختګونه رامنځ ته شوي او خلک د طالبانو له خوا د تاوتريخوالو او د ملکيانو د وژنو درول غواړي. طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

په پام کې ده چې د امريکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې پر اساس، د ۵۰۰۰ بنديانو د تبادلې بهير ډير ژر بشپړ شي.

افغان حکومت تر اوسه، له ۳۰۰۰ ډير طالب بنديان او طالبانو د حکومت ۵۰۰ بنديان له خپلو زندانونو آزاد کړي دي. طالبانو د جمعې په ورځ د لومړي ځل له پاره وويل چې د افغانستان حکومت له زندانونو د دغې ډلې د ۵۰۰۰ بنديانو تر آزادولو وروسته، په يوه اوونۍ کې به بين الافغاني خبرې اترې پيل کړي.

دویچه ویله دري/م.ک.ص/ن.ص