1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ملا د درد د ښه کيدو هيلې

۱۳۹۷ خرداد ۱۶, چهارشنبه

د عمر په ډيريدو سره د هډوکو د تدريجي کمروزۍ له وجې چې د هډوکو نرميدل او يا رژيدل هم ورته ويل کيږي، رامنځته شوي سخت دردونه اوس ښايي بې له عملياتو ښه شي. دا په هالند کې د نويو څيړنو پايلو ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/2z0gD
Symbolbild Schmerz Rückenschmerzen
انځور: Imago

د ملا  د درد د ښه کيدو هيلېپه امستردام کې د يوې نوې طبي څېړني پايلو د څيړونکو اوسنی نظر تر ډيره بدل کړی دی.

د څيړونکو په حواله اوستيوپوروسس (Osteoporosis) هغه ناروغي ده چې هډوکي پکښې کمزوري کيږي او د عمر په زياتيدو سره په هډوکو کې واړه واړه سوري پيدا کيږي او پر ساخت یې هم اغيزه کوي. د دې ناروغتيا له کبله مريضان د ټول بدن په درد او په خاص ډول د ملا په شديد درد اخته کيږي، ځکه همدا مرض د ملا شمزۍ ته هم زيان رسوي.

د دې مرض د علاج له پاره به تر اوسه د عملياتو په ترڅ کې يوه متخصص جراح د ملا د تير ماتې شوې کړۍ د يوه سرنج له لارې په سيمنتو ډکولی. په دې توگه به دغه کړۍ يو څه قوي کيدلې او د ناروغ درد به يو څه کميده. دې جراحۍ ته په طبي ژبه کې «وير تيبروپلاستي» ويل کيږي.

په هالند کې پر Vertebroplasty په شويو تجربو کې څیړونکو داسې وکړل چې د اوستيو پوروسس د يو ډله مريضانو د نيمايي برخې درملنه یې داسي وکړه چي د ملا د شمزۍ کمزوري کړۍ يې له سيمنټو ډکي کړې.

خو د مريضانو د همدې ډلې د دويمې برخې چې دوی هم د ملا له سخت درده کړيدل، هيڅ ډول تداوي ونه کړه خو دوی ته یې داسې احساس ورکړ چې گني د دوی د ملا ماتې يا کمزوري کړۍ هم په سيمنتو ډکې شوي دي. په دې موخه د دې مريضانو د بدن دغه برخې په پيچکاريو سره يوازې بې حسه کړل شوی او نور هيڅ درملنه یې ونه کړل شوه.

د دې عملي پروسې نتيجه دا وه چې يو مريض هم ونه پوهيد چې آیا دوی په رښتيا عمليات شوي او که ورته د پيچکاريو په ورکولو سره يوازي په درواغو عمليات شوي دي.

Reuters (B.S/N.Z))

زموږ له آرشيف څخه: