1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ترمپ: د کرونا ويروس پر ضد د ملاريا دراو درمل استعمال کړئ

۱۳۹۹ فروردین ۳, یکشنبه

اوس مهال د نړۍ په کچه چټکې هڅې روانې دي تر څو د کرونا ويروس د ناروغۍ واکسين جوړ شي. په يو شمیر پيښو کې د ملاريا ناروغۍ د دارو درملو استعمال مثبتې پايلې لرلي، خو متخصصان اوس مهال په دې برخه کې يوه خوله نه دي.

https://p.dw.com/p/3ZqLR
Frankreich Malariamittel Nivaquine zeigt Wirkung gegen Coronavirus
روغتيايي متخصصان ډاډ نه دي چې د ملاريا ناروغۍ واکسین يا درمل دې د کرونا ویروس ناروغ ته ګټور ويانځور: AFP/G. Julien

د ملاريا ناروغي، د يو ډول ماشو له چيچلو له یوه انسان څخه بل ته انتقاليږي. دغه ماشي ته د ملاريا ماشی هم وايي. د دغې ناروغۍ له پاره درمل په ۱۹۴۰ لسیزې کې راووتل. کيماوي نوم يې «هايډرو آکسي کلوروکوئين» دی.  

د ملاريا ناروغۍ د دارو او درملو څخه په وروستیو ورځو کې په چين او فرانسې کې د کرونا ويروس د کنټرول په موخه کار اخيستل شوی دی. په څو مواردو کې يې استفادې مثبتې پایلې درلودلي دي. تر دې وروسته د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د مارچ په ۱۹مه اعلان وکړ چې د نوي کرونا ويروس ناروغۍ پر ضد د واکسين تر جوړيدو پورې دې د ملاريا ناروغۍ له دراو درملو څخه کار واخيستل شي.

خو روغتيايي متخصصين بیا برعکس وايي چې سمدلاسه د ملاريا ناروغۍ د درملو د ګټورو پايلو په اړه قطعي خبره يا ډاډ ورکول سخت کار دی.

ډاکټر انتوني فاوچي چې له دونالد ترمپ سره د تلويزيون په ژوندۍ خپرونه کې حضور درلود، د ترمپ دغه خبره يې رد کړه چې د ملاريا درمل دې د کرونا ويروس پر ضد استعمال شي. فاوچي وويل تر اوسه لا داسي هيڅ ثبوت نشته چې دغه درمل دې د کرونا ويروس ناروغ ته ګټور پرېوځي. 

د خپرونې پر مهال یوه خبريال له داکتر فاوچي څخه وپوښتل، آیا د دې امکان شته چې د ملاريا ناروغۍ درملو پر استفادې سره دې د کرونا ويروس ناروغ ښه شي، هغه يې په ځواب کې وويل: « د دغې پوښتنې ځواب، نه دی. کوم معلومات چې تاسو يې مخته کوئ، ابتدايي دي. دغه مسئله تر اوسه پورې په «کنټرول شوو کلينيکي آزموينو» کې نه ده ثابته شوې، نو ځکه موږ يې په اړه قطعي نظر نه شو ورکولی.»

خو دونالد ترمپ له فاوچي څخه سمدلاسه مايکروفون واخيست او وې ويل: «زه له ډاکټر سره موافق يم، کيدای شی دا کار نتيجه ورکړي او کيدای شي نتيجه ورنه کړي. خو زه د دغه (درمل) په اړه ښه احساس لرم. يوازې همدومره، او دا یوازې زما خپل احساس دی. تاسو پوهيږئ چې زه يو هوښيار سړی یم، زه د دې په اړه ډير ښه احساس کوم او تاسو يې هم ژر وګورئ.»

US-Präsident Donald Trump
ترمپ: د کرونا ويروس ته تر واکسين جوړيدو پورې د ملاريا واکسين څخه کار واخلئانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Brandon

ترمپ دا هم وويل چې تاسو کولای شئ همدا اوس له درملتونونو څخه ځان ته د ملاريا ناروغۍ درمل واخلئ. خو د امريکا متحده ايالاتو د «درملو او خوراکي موادو د څار اداره» (اف ډي اې) وايي چې دغه درمل يوازې د ډاکټر د سپارښتنې په صورت کې درملتونونو ته ورکول کيږي.

په عين وخت کې د امريکا د  درملو او خوراک له سازمان څخه کمشنر، ستيفن هان وايي چې د ملاريا ناروغۍ د درملو د استعمال پريکړه، د ترحم له مخې شوې ده. هان زیاتوي چې داکټران مکلف دي چې د تجربوي درملو له استعمال څخه د مخه، د ناروغ اجازه ترلاسه کړي.

له کله نه چې د کرونا وايروس پر وړاندې د کلورو کوئين يا د ملاريا ناروغۍ د درملو د ګټې خبرې کيږي، د امريکا متحده ايالاتو په ګډون ډيرو هیوادونو کې کلوروکوئين له قلت سره مخ شوی دی. واضح ده چې امريکايي اړوندو ادارو درملتونونو ته د دغو درملو د راوړلو اعلان کړی، خو دا يې نه دي ويلي چې د نه موندلو يا نه ترلاسه کيدو په صورت کې به څه کيږي.

مهمه خبره دا ده چې د کرونا ويروس ناروغۍ (وبا) پر ضد تر اوسه هيڅ ډول واکسين او يا هم درمل شتون نه لري. چين، آلمان فرانسه، پاکستان او د امريکا متحده ايالاتو په ګډون د نړۍ يو شمیر هيوداونه په دې هڅه کې دي چې ژر تر ژره د دغه ويروس ضد واکسين جوړ کړي.