د مطبوعاتو د نړیوالي غوڼډي دویمه ورځ پاي ته ورسیده
۱۳۹۰ خرداد ۳۱, سهشنبهپه دغي غونډي کي پر ډیري موضوعګانو لکه «په ډوډۍ که د سوند مواد؛ د بشري حقونو په ساتنه کې د رسنیو رول؛ انساني تجارت د نړۍ تر ټولو بدتر جنایت او د بشري حقونو د مدافع په سازمانو انټرنټي حملې» تر بحث لاندی ونیول شوي.
د غونډې د پرانستو پر وخت د المان غږ عمومي مشر، اریرک بیټرمن، په سوریا او لیبیا کې د آزادی لپاره د خلکو د مبارزو یادونه وکړه.
بیټرمن وویل چې عربي نړۍ کې تحولاتو ته په کتولو سره د رسنیو او بشري حقونو د خپل منځي اړیکو اهمیت روښانه کیږی.
د «انساني تجارت، د نړۍ تر ټولو بدتر جنایت» په نامه ورکشاپ کې مشهور فلم جوړونکي او عکاس، روبیرټو ار رومانو، هم وڼډه اخیستی ؤ. هغه وويل چی نن سبا په نړۍ کې د ابراهم لنکن د وخت په پرتله ډیر مریان شته. نوموړي زیاته کړه:
«د یو نیم سل کالو په موده کې د ځينو اټکلونو د مخه په نړی کی کابو دیرش ملیونه مریان شته. حتی د امریکې په متحده ایالتونو کې هر کال د کابو اوولس زرو ښځو، هلکانو او انجونو تجارت کیږي.»
همدا ډول د اروپا د جرګه ګۍ مشر، توربیورن یاګلنډ، د غونډې په ګډون والو غږ وکړ چی د بیان د آزادۍ لپاره هلې ځلې وکړي.
د دغی غوڼډی یو بل ګډونکوني، دنیا مییاتووچ، د رسنیو د آزادی په اړه خبری وکړي. هغي وویل چی رسني د دولتونو د پرمختګ لپاره ډیري مهمي دي. د دي په حواله ژورنالیزم اوس د نړی یو له خطرناکو مسلکونو څخه دی.
د ډویچه ویله د مطبوعاتو د نړیوالې غونډې په ترڅ کې نن «سه شنبه» په خټه تونسې ۲۸ کلنې، لینا بن مهني، ته د غوره ویبلاګونو جایزه ورکړل شوه.
دویچه ویله/ بریښنا صابر
کتونکی: مسعود جهش