د مصر په حکومت کي بدلون راځي
۱۳۹۱ دی ۱۷, یکشنبهاعلان
د مصر په حکومت کې د يوې دولتي رسنۍ د راپور له مخې هر اړخيز بدلون راځي. د کابينې په نوي جوړښت کې به د مصر د رسمي مېنا نومي خبري آژانس په خبره، لس نوي وزيران وټاکل شي. د نورو وزارتونو تر څنګ به د کورنيو چارو او ماليې په وزارتونو کې بدلون راوړل شي. ويل کيږي چې ولسمشر مرسي له دې لاري غواړي چې د اقتصادي کړکېچ له امله راپارېدلی اولس آرام کړي. د بدلونونو اصلي هدف به ښايي دا وي چې د هېواد ځپل شوی اقتصاد بېرته راژوندی کړل شي. تېره مياشت د اساسي قانون پر سر د يوې ټولپوښتنې له امله سياسي ناکرارۍ هم رامنځته شوي وې.