د مصر ولسمشر د دفاع وزیر او لوي درستیز تقاعد کړي دي
۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبهاعلان
د مصر ولسمشر محمد مرسي د دغه هیواد د دفاع وزیر او لوي درستیز تقاعد کړي دي. پر دې سربیره ولسمشر د هغه فرمان د منحلولو اعلان هم کړی دئ چې پکښې د پوځ له خوا د ولسمشر واک راکم کړای شوی وو. د مرسې له خوا د دغه گام د پورته کولو وروسته د هغه په زرونو اسلامپالي پلویان د تحریر په میدان کې د هغه له دغې پریکړه څخه د ملاتړ د ښکاره کولو له پاره راټول شوي دي.