د مصر د ټولپوښتنې دويم پړاو پيل شو
۱۳۹۱ دی ۲, شنبهاعلان
مصریان د شنبې په ورځ د لانجمن اساسي قانون د مسودې په اړه د ریفراندم په دویمه مرحله کې برخه اخلي او هغه ته رايي ورکوي. واکمن ګوند اخوان المسلمين، له مصریانو څخه غوښتي دي چي نوې مسودې ته رايی ورکړي، خو بیا برعکس اپوزیسون د رايه نه ورکولو بلنه ورکړې ده. يوه اونۍ وړاندې د ریفرندم په لومړۍ مرحله کي، د مصر له ۲۷ ولایتونو څخه په لسو کې ریفراندم تر سره شو.