1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسلمانو ضد تبعیض موضوع ډیري پاملرني ته اړتیا لري

۱۳۹۹ تیر ۱۱, چهارشنبه

د مسلمانانو په مقابل کي د تبعیض ضد ورځي په مناسبت نن چارشنبه د آلمان یوه اتحاد دغي موضوع ته ډیره توجه وغوښته. ددغه اتحاد یوې ویاندي ویلي چي د «مسلمانانو ضد تبعیض په اړه د آلمانۍ ټولني اکثریت په کافي اندازه حساس نه دي.»

https://p.dw.com/p/3ecSe
Studie Muslimische Jungen als Bildungsverlierer
انځور: picture-alliance/W. Rothermel

د اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ ضد اتحاد « CLAIM» یوې ویاندي نن چارشنبه (د جولای میاشتي ۱ نيټه) زياته کړه چې د کورنیو چارو د وزارت په حواله پروسږکال په ټوله جرمني کي د مسلمانانو په مقابل کي ۹۵۰ جرمي اعمال تر سره سوي دي.

زياته شوې چې دا لا هغه اعمال دي، چي ښکاره سوي او ثبت سوي دي، خو د مسلمانانو په مقابل کي هغه دښمنانه او راسیسټي اعمال چي لا معلوم او ثبت سوي نه دي او پټ پاته دي، دهغې د اټکلونو پراساس ۸ واري تردې ډیر دي.

ویانده اضافه کوي، داچي خلک تر اوسه پوري په کافي اندازه ددې موضوع په مقابل کي بیداره او حساس نه دي، نو امنیتي چارواکي نه سي کولای همیشه هغه وپیژني او د هغه مطابق یې درجه بندي کړي. د بلي خوا ددغه ډول اعمالو سره مخامخ سويو کسانو کي بیره ډیره لوړه ده او نه غواړي امنیتي مقاماتو ته مراجعه وکړي.

دغه شبکې د ۲۰۱۷ م کال راهیسي د مسلمانانو سره د تبعیض مختلفي پروژې پر لاري اچولي، تر څو دې موضوع ته ډیره توجه راواوړي. خو سږکال د کرونا د بحران په دلیل اکثرأ انلایني فعالیتونه تر سره سوي دي. سربیره پردې یې د خپلو معلوماتو پراساس په مختلفو ښارونو کي ډیري لوحې ځړولي دي، تر څو د مسلمانانو سره تبعیضي ورځنئ حالت بیان کړي.

په دغو لوحو کي د نورو ترڅنګ د سرکوزي په وینو لړل سوي، د حیواناتوجسدونه، ایستل سوي حجابونه، توهین او اوراچولو تصاویر موجود دي.

د مسلمانانو سره د تبعیض نننئ ورځ، چي هرکال لمانځل کیږي، تر ټولو دمخه د مسلماني مروه ال شیربیني یاد تازه کوي، چۍ د ۲۰۰۹ م کال د جولای پر اوله په محکمه کي د د تبعيض د چلن د ېوې محاکمه  پر مهال په محکمه کي د تورن کس له خوا ۱۶ واره په چاړه ووهل او په قتل ورسیده. هغې چي په یوه درملتون کي کار کاوه، د قتل پر وخت امیندواره وه او یو زوی ورڅخه پاته سو.